فایننشل ټایمز: پر پاکستان د امریکې نوی فشار
سرچینه: فایننشل ټایمز ورځپاڼه
ژباړه : میرویس جلالزی
فایننشل ټایمز ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه د بارک اوبهاما د نوي ستراتیژۍ په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .
فایننشل ټایمز لیکي چې پاکستاني چارواکو دغې ستراتیژۍ ته محطاطانه هرکلی کړی خو په اصل کې پاکستان افغانستان ته د نورو سرتیرو له استولو سره موافقه نلري او هغه د پاکستان ثبات ته ستر ګواښ بولي.
پاکستان وایې چې د اوبهاما په نوي ستراتیژۍ کې په پاکستان واضح فشار اچول شوی تر څو د ترهګرۍ ضد روانه خپله مبارزه روښانه او نورو ته د منلو وړ وګرځوي.
فایننشل ټایمز ورځپاڼي د پاکستان له کور ناستي جنرال تلعت مسعود څخه په حواله کاږي چې ویلي یې دي د اوبهاما پیغام نشي کولای تر دې زیات د پاکستان پر حکومت فشار واچوي .
د ښاغلي مسعود پر وینا چې امریکا له پاکستان څخه غوښتنه کړي چې د نړیوالي ترهګرۍ پر وړاندي خپله جګړه ریښتیني کړي په داسي حال کې چې پاکستان په تیرو څو کلونو کې خپل په سلګونو سرتیري او افسران له ترهګرو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
فایننشل ټایمز لیکي چې پاکستان افغانستان ته د نورو امریکايی سرتیرو له استولو ځکه تشویش لري چې کیدای شي ډیری طالبان او نور امریکا ضد مخالفین د افغانستان له پولو د پاکستان خاوري ته واوړي او دغلته په حکومت خپل فشارونه زیات کړي.
د ورځپاڼي په لیکنه چې پاکستان په خپله خاوره کې د القاعدې پر ضد په جګړه کې ناکامه پاتي شوی خو د یو شمیر قبایلي طالبانو مرکزونه یې په تیر یوه کال کې لاندي کړي دي، هغه مرکزونه چې تر اوسه پوري د حکومت په واک کې نه ول.