دجان محمددکورنۍ ان له اوله زړه نه ووچې دى دې پوهتنون ووايي ځکه چې دهغوى په کورنۍ کې له ده پرته بل داسې څوک نه ووچې دکورکارونه دې ترسر ه کړي اوترټولومهمه داوه چې هغوى ته روزي وګټي خوجان محمددخپلوهمزولواوټولګيوالوسيالۍ نيولى وواوبياله ليسې نه هم دويم نمره فارغ شو پلارته يي وويل چې کشرورورخان محمديې دومره دى چې ستاسره ځمکه کاله کړى شي بس نونوريې دراگرځولوڅوک نه وو دکانکورله پايلووروسته څر ګنده شوه چې دکابل پوهنتون دانجينرۍ پوهنځي ته دمحصلينوپه اصطلاح په جګوسترګوبريالى شوى دى
زده کړه يې ديوعالم اقتصادي ستونزوسره پيل کړه دکورنۍ يې دومره توان نه ووچې ده ته هغسې دلګښت پيسې ورکړي چې ديوه محصل لپاره لازمې و ي هغه مجبورووچې دجمعې په ورځ په څلورلارې ته ووځي اودمزدورۍ لپاره له چاسر ه لاړشي دانجينرۍ پوهنځي ديوه محصل لپاره داهم ډېره بده وي چې کمپيوټرونه لري خوجان محمدپه څلورم ټولګي ګې هم کمپيوټرنه درلود اودملګروله کمپيوټرنه يې استفاده کوله داهرڅه له مجبوريتونوسره يوځاى تېرېدل دپنځم ټولګي په لومړي سمسټرکې چې ټولې پايلې اعلان شوې نوانجينرجان محمدپه کې لومړۍ اووړانګه په کې دويم نمره وه وړانګې به ښايي پيسې اوواسطې اوياهم ښايست درې واړه ددغه نمرې دکارولولپاره کارولي وي خو دجان محمدپه باب داسې کومې خبرې کول ګڼاه وه هغه هرڅه په خپل لياقت ترلاسه کړي وو خوله وړانګې به دې چې دهغه په اړه وپوښتل نوپه ټوکه به يې وپوښتل نوپه ټوکه به يې زياته کړه
ددهکان زوى اوانجينري له خداى مې جارکړې يوه پيسه يې په جيب کې نشته اوبيااول نمره ګي کوي په اوسنۍ زمانه کې يوازې عقل اولياقت هم په دردنه خوري خونوروټولګيوالواوياهم دوړانګې ملګروچې دجان محمدلياقت ورته معلوم ووډېرځله دهغه په غربت پټې اوښکې تويولې
٭٭٭٭٭
دپنجشنبې ورځ وه دجانان محمدپام شو پيسې ورسر ه خلاصې شوې اودنووچېپټرونولپاره يوه افغانۍ هم نه لري کله چې دجمعې ورځ شوه سهاروختي بيا دنوروجمعوپه څېردڅلورلارې په خواپه خپل ًپټوکې نغښتى روان شو په څلورلارې کې ګڼ مزدوران ولاړوهرچادهغه کس په خواکتل چې دکوم مالدارګومان پرې کېده گڼه ګوڼه دومره زياته وه چې دودرېدو ځاى هم نه په کې کېده چې په لومړى سرکې ډېرومزدورانودانجينرجان محمدپه خواکتل فکريې کاوه چې کوم مزدوريې په کاردى خوکله چې هغه په خپله ددوى په مخکې ودرېده ټولوسترګې ترې واړولې يوه سپين ږيري خپل ملګري ته خوله جينګه کړه اوبيايې په سترګوکې جان محمدته اشاره وکړه
دې هم مزدوري کوي …کواره يې دمزدورنه ده لکه چې غلووهلى
حيران ولاړوو په موټرونوکې خلک راتلل اومزدوران يې له ځان سر ه بېول خو لس بجې به کېدې چې جان محمدلاهمغسې ولاړوويوه اوبله پښه يې تکيه کوله نوريې زړه تنګ شو څوقدمه وړاندې لاړدسړک غاړې ته ودرېدڅودقيقې نه وې تېرې چې يوه توره کورلاودرېده يوکس چې لوړه تنه اوغټ وجوديې وو ورنه راکوزشو پلنه اوږده سپينه ږيره يې وه شمله يې شاته اچولې وه اوله رنګه يې معلومېده چې ښه ارام ژوندلري په جان محمديې غږکړ
الکه مزدوري کوې ؟
جان محمدوروړاندې شو
هونوڅه دسيل لپاره ولاړيم
نورنوبې له دې چې څه ورته ووايي په موټرکې شاته سپورشو په لارويې ورته وويل چې دکوردبرنډې ډکول غواړي ديو ې و رځې کاردى
دجان محمدزړه ډاډه شو چې دومره سخت کارنه دى
سړي په تلفون کې له چاسره خبرې کولې اولس شل دقيقې وروسته يې موټردپاخه سړک په سريو ه ښکلي کانکرېټي کورمخ ته ودرېده دموټر له هارنډسره دروازه خلاصه شوه په انگړکې له څوبرنډواوسمټي برنډواوشنووسپنيزوپنجرونه تېرشول درنګارنګ ګلونوښکلې وږمه خوره وه جان محمددکوټونقشوته حيران حيران کتل زړه يې ټينګ نه شو هغه کس ته يې مخ ورواړولو
صيب دانقشه دې له کومه کړې ؟
سړى لږ غوصه شو ورته ويې کتل
وروره څه دانجينرغوندې پوښتنې کوې خپل کارکوه موږ دومره وخت نه لرو
جان محمديوڅه مايوسه شو
هسې ماويل په ډېرکم مصرف اوکمه ځمکه کې جوړه شوې
دسړي شونډې وغوړېدې
دامې لورجانې اچولې اودهغې اېجاددى
وړاندې يوه بله دروازه وه له دروازې نه وړاند ې ننوتل ددريوڅلوروکوټومخکې بياهم همغسې پنجرې لګېدلې وې اوډول ډول ګلونودسهارهواښکلې کړې وه دبرنډې په يوه برخه پنجرې لګېدلې وې اويوه برخه يې ژورې کندې ته ورته وه
سړي جان محمدته وکتل
ځوانه !له هاغه خاورواوشګودبرنډې دغه ژورځاى په لاسي کړاچۍ ډک کړه اودغه …
لاخبره يې نه وه خلاصه کړې چې زنګ ورته راغى يوه ښځينه نرم غږ وويل
پلارجانه دموټرکيلي راکړه مورجانه وايي آرايشګاه ته ځو
سړي وخندل اوځواب يې ورکړ
ښه لورجانې دمېلمستون انگړته راشه
جان محمددکارجامې اغوستې وې چې دمېلمستون دروازه خلاصه شوه يوه نجلۍ چې سالويې په اوږوکې پروت وو راننوته سړي پرې غږکړ
وړانګې لورې په دغه مزدورپسې تللى وم ماويل دابرنډه بده ښکاري
دوړانګې دنوم په اورېدودجان محمدزړ ه ټکان وکړچې راويي کتل ددواړوخولې وازې پاتې شوې خوجان محمدزرښکته وکتل وړانګه يې پلارته ورنږدې شوه
پلارجانه داخوهماغه دى زموږ اول نومره
١٣٨٨دنېکمرغه لوى اختردويمه ورځ
وردګ ولايت
دچک ادبي بهيردفتر