ABC: ګیټس وایې په اسامه خبر ندی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31024

دخبریدو نیټه : 2009-12-07

منبع: د امریکې اې بي سي ټلویزیون

په تیره یوه اونۍ کې د القاعدې د ډلي د مشر اسامه بن لادن د نیولو لپاره تازه هڅي پيل شوي دي.

د امریکې اې، بې، سي ټلویزیون د امریکې له دفاع وزیر رابرت ګیټس سره د اسامه بن لادن د ژوند، مرګ او نیولو په اړه خبري  کړي چې لاندې یې یوه برخه تاسو ته خپریږي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس وایې چې امریکا نه پوهیږی چې د القاعدی مشر اسامه بن لادن چیري پټ دي او کلونه کیږی چې د هغه د موقعیت په هکله ښه استخباراتي معلومات نلري.

ښاغلی گیتس نن د ای بی سی د ټلویزیون سره په مرکې کې وویل چې که امریکا د بن لادن په هکله موثق معلومات ترلاسه کړی نو د هغه د نیویلو لپاره به په اقداماتو لاس پوري کړي.

امریکا او د هغوی د انډیوالو ملکونو پوځی چارواکیو ویلی چی دوی گمان کوی چی بن لادن د افغانستان او پاکستان د سرحد ترمینځ په غرني سیمه کې پروت دي.

د افغانستان په شرق کی نړیوالی قواوی وایی یو امریکایی عسکر پرون د بم په چاودنه کی وژل شوی دی.

په یوه خبرلیک کی راغلی چی د افغانستان او نړیوالو قواوو نن د لغمان په ولایت کې هوایي بمبارۍ وکړه او یوه ډله یاغیان یې ووژل.

ناتو وایی چی افغان او انړیوالو قواوو د د کندهار په ولایت کی د طالبانو یو قوماندان او یو یاغی چی په دی سیمه کی یی د بم ډیری حملی کړی وی ونیول.

همدا شان امریکایی عسکرو د طالبانو په اکمالاتی لارو باندی عملیات وکړل.

دغه عملیات چی د کوبرا د غضب په نامه یادیږی د جمعی په ورځ د د هلمند د ولایت د نوزاد په ناوه کې  وشول.