AP: ورځنی لس ملیون ډالري نغدي قاچاق

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31051

دخبریدو نیټه : 2009-12-09

AP: ورځنی لس ملیون ډالري نغدي قاچاق

سرچینه: اسوشیتت پرس خبري آژانس


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

(( هره ورځ له افغانستان څخه په اټکلي ډول لس ملیونه نغد امریکايي ډالر بهر ته قاچاق کیږي چې ډیره برخه یې د کابل له نړیوال هوايي ډاګر څخه ایستل کیږي، خو دا هغه اندازه پیسې دي چې له غرنیو لارو، دښتو او نورو غیر قانوني لارو څخه له افغانستان څخه وړ کیږي)).
دغه ټکی د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال په یوه ځانګړي مرکه کې څرګند کړ.
نوموړي وویل چې فساد تر ترهګرۍ زیات افغانستان ته خطر ناک دی، فساد سرطان ناروغي ده او دغې پدیدې د افغانستان نوم تخریب کړی دی.
  د مالیې وزارت د وزیر پر وینا چې له افغانستان څخه په ورځ کې د لس ملیونه امریکایې ډالرو د نغدي قاچاق دغه تخمین د هغه تحقیق پر اساس تر لاسه شوی چې د امریکې لخوا په ۱۹ورځو کې تر سره شو او وموندل شوه چې په دغه پریود کې ۱۹۰ ملیونه ډالره د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه  پټ او په غیر علني توګه قاچاق شوي ول.
د زاخیلوال پر وینا چې د کندهار د هوايي ډګر په اړه تر اوسه دغه ډول تحقیق ندی تر سره شوی .
 د افغانستان د مالیې وزیر په داسي حال کې دغه تخمین رسنیو ته ورکړی چې افغان او امریکایې چارواکي ویره لري چې له افغانستان څخه قاچاق شوي یو اندازه پیسې د هغو وسله والو د تقویې لپاره لګول کیږي چې د افغان دولت او غربي ځواکونو پر وړاندي په افغانستان او پاکستان کې جګړه کوي.
د اسوشیتت پرس آژانس په رپوټ چې د زاخیلوال دغه څرګندوني د هغه څلور ورځني کنفرانس څخه دمخه خپرې شوي چې په کابل کې د امریکې د سفارت له خوا د امریکا د کورني امنیت د چارواکو او د کابل د ګمرکاتو د استازو په ګډون جوړیږي.
په دغه غونډه کې هڅه کیږي چې هغه لاري چاري ولټول شي تر څو له افغاني ګمرکاتو څخه بهر ته د نغدو پیسو د قاچاق مخه پرې ونیول شي.

اسوشیتت پرس له زاخیلوال څخه په حواله لیکي چې ډیري دغه پیسې د ناقانونو کاروبارونو دي چې د کابل او نورو ډګرونو څخه تر ډیره حده د اماراتو دوبۍ ته انتقالیږي او د دغو پیسو په خاوندانو کې هغه مفسد دولتي چارواکي هم شامل دي چې دغه پیسې یې په غلا او رشوتونو سره تر لاسه کړي دي.

افغان دولت وایې چې له افغانستان څخه وتونکی ډیري پیسې بې له مالیاتو بحر ته قاچاقیږي او  تاوان یې حکومت ته متوجه دی.

 

 

 

 

د امریکې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یوه غړي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط د امریکا دولت تورن کړی دی چې په تیرو څو کلونو کې یې د هغو پیسو د انتقال مخنیوی ندی کړی چې د مخدره موادو له کاروبار څخه په افغانستان کې تر لاسه کیږي او وروسته بیا له قاچاقي لارو د ترهګرو لاس ته ورځي، هغه ترهګر چې د افغانستان پر ضد جنګیږي.


د افغان او نړیوالو قوانینو پر اساس هر هغه کس چې له هیواد څخه تر لسو زرو امریکایي ډالرو
زیات بهر ته انتقالوي باید د دواړو هیوادونو ګمرکي چارواکي پرې خبر کړي خو متاسفانه چې په افغانستان کې د لکهاوو  ډالرو په انتقال څوک نه خبریږي.

اسوشیتت پرس په ورته وخت کې د امریکا له یوه  پخواني دیپلومات او په افغانستان کې د امریکې د مرستو د انسجام او اقتصادي چارو د  مدیر انتوني ونین څخه په حواله لیکي چې که چیرته د افغانستان څخه بهر ته د نغدو ناقانونه ډالرو د انتقال مخه ونیول شي نو دا کار به هم د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړی، هم به مخالفین کمزوري شي او هم به  په حکومت د ملت د باور فضا پراخه کړي.

د ښاغلي انتونی پر وینا چې د امریکا دولت او افغان ادرو تر اوسه پوري د هغو مفسدو  چارواکو  مخه نده نیولي چې د کابینې وزیران دي او په ملیونونو ډالر یې له افغانستان  څخه په نغده بڼه په تیرو څو کلونو کې قاچاق کړي دي.