کرسشن ساینس مونیتور: د امریکا ژوبل شوی پوځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31145

دخبریدو نیټه : 2009-12-13

 

سرچینه:کرسشن ساینس مونیتور ورځپاڼه

د امریکا پوځ افغانستان کښې له پښو غورځیدلی دی .     
Sunday, 13 December 2009 

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 د امریکا د سناجر ګي د وسله والي کمیټي مشر افغانستان ته د نورو دیرشو زرو عسکرو ته اشاره وکړه او ویې ویل د افغانستان اته کلن جنګ د امریکا پوځ له پښو غورځولی دی .


د کریسټین ساینس مانیتور د راپور له مخې کار لوین هغو اندیښنو ته اشاره وکړه چې په افغانستان کښې د امریکا د ورپسي ګام په اړه موجودي دي او ویې ویل د امریکا پوځ افغانستان کښې له پښو غورځیدلی دی او واشنګټن باید خپلي زیاتي هڅي د افغان ځواک په روزلو متمرکزي کړي .


ددغه راپور له مخې په افغانستان کښې د امریکايي عسکرو د وضعیت په اړه له ښکاره اندیښنو سره سره په افغانستان کښې د بهرنیو عسکرو امریکايي قوماندان جنرال اسټنلی مک کریسټال .

په مرکزي آسیا او مینځني ختیځ کښې د امریکايي عسکرو قوماندان ډیویډ پیټرائوس او لويي درستیز مایکل مولن په افغانستان کښې د عسکرو زیاتول په دغه سیمه کښې د جنګ د اوسنیو شرایطو لپاره ځواب وباله .