جنګ: CIA او بلک واټر پټ تړون مات کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31147

دخبریدو نیټه : 2009-12-13

سرچینه: د پاکستان جنګ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

په دې ورستیو کې نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼي یو داسي رپوټ خپور کړ چې ګواکي د بلک واټر امریکایي امنیتي شرکت د امریکا د څارګري ادارې په خاصو عملیاتونو کې د امریکا د قانون خلاف برخه اخیستي ده.

د جنګ پاکستانۍ  ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د دغه پټ قرارداد تر را بربنډیدو وروسته د هغه ماتیدو په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

د جنګ وېبپاڼې د راپور له مخې لیکي دامریکا څارګرې ادارې سي ای اې د امریکا دمتحدا ایالاتوله ډېر بدنومي شرکت بلېک واټر سره خپل پټ تړون پای ته ورساوه.


ددغه راپور له مخې بلېک واټر شرکت به د پټ تړون له مخې د امریکا بې پیلوټه الوتکې پر وسلوسمبالولې خو د سي ای اې مشر لیون پنتا د روان زیږیز کال په پیل کې امریکایي کارکونکو ته دنده وسپارله چې بې پیلوټه الوتکې پر توغندیوسمبال کړي .

بلېکواټر شرکت په عراق کې فعالیت کاوه چې ځو ځلې یې کارمندانود عراق بې ګنا ولسي وګړي هم ووژل او اوس داسې راپورونه شته چې دغه شرکت په زي سروېس نوم سره د پاکستان په بلوڅستان صوبه کې خپل فعالیت پیل کړي.

خودپاکستان اوامریکاچارواکي وایي چې دغه شرکت په پاکستان کې فعالیت نه لري په داسې حال کې چې راپورونه وایي د زي سروېس په نوم بلېک واټر پخوانی شرکت د بلوڅستان په شمسي هوایي ډګر کې فعالیت کوي اوکسان یې ددغې اډې شاوخو ا لیدل شوي