زما د بوټ داســـــتان - يرغلګر بوش ته زما ګل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31161
پښتو ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
دخبریدو نیټه : 2009-12-13

په دپلوماتيك لوموند کې خپور شوې لیکنه

      ۱۳۸۸/۹/۲۲هـ ل   ـ  ۲۰۰۹/۱۲/۱۳ ز

      منتظرالزایدی: "زه آزاد شوم، خوزما هيواد لا تراوسه اسير دی .  د ۲۰۰۹ سپتمبر ۱۴مه"

      دلوی او مهربانه څيښتن په نامه :
      وړاندې له هرڅه غواړم چې په خپل هيواد كې، په لوی عربي وطن کې، اسلامي نړۍ او په خپلواكه نړۍ كى له ټولو هغوكسانو څخه  مننه وكړم، چې زما څخه يې ملاتړ كړی. زما دكار په هكله اودهغه كس په هكله، چې زما د بوټانو نښه وو، د اتل او اتلوالۍ په هكله، د دې ځلانده كار په هكله ډيري خبرې شوې دي، خو زه يو ساده ځواب لرم. هغه څه چې زما احساسات يې راوپارول هغه زما  په هيواد كې په خلكو باندې تيری اوبې عدالتي وه، چې په لاره واچول شوه اوهمدارنګه د يرغلګروهغه تګلاره وه، چې غوښتل يې زما هيواد ترخپلو پښواولغتوو لاندې تحقير كړي، همدا رازد يرغلګرځواك هغه تګلاره وه، چې غوښتل يې زما د هيواد د سپين ږيرو، ښځو، كوچنيو، او بيوزله سړيو ككرې تر پښو لاندې كړي.

      د څوكالونو په اوږدو كې تريو مليون زيات شهيدان د يرغلګرو د مرميو له كبله خاورو ته وسپارل شول، زموږ هيواد اوس مهال پينځه مليونه يتيمان، يو مليون كونډې، اوپه زرهاوو معلول كسان لري، او په مليونونو نور كسان د هيواد په داخل او له هيواد څخه بهر د اجباري ليږد لو امله بې كوره شوي دي.

موږ هغه ملت وو، چې عرب وګړو به خپله مړۍ هره ورځ له كردانو، تركمنانو، آشوريانو، زيدانو.... سره ويشله، شيعه ګانو له سنیانو سره ګډ لمونځ ادا كاوه، او مسلمانانو د مسيحيانو سره د مسيح عليه السلام ميلاد لمانځه، هغه هم پداسې حال كې چې موږ د امريكا د بنديزونو له امله لس كاله لوږه تيره كړې وه، زموږ يوالی  او اتحاد د دى باعث ګرځيده چې استبداد هير كړو، د استبداد څخه د ژغورلو په پلمه، چې بعضو پرې باور هم كړی، زموږ په هيواد يرغل تر سره شو، د يرغل له امله ورور د ورور په وړاندي ودريد، ګاونډی د ګاونډي په وړاندي او زوی د پلار په وړاندې راولاړ شول، يرغلګرو زموږ كورونه په  جنازه خانو او فاتحه خانو بدل كړل،  زموږ پاركونه او د لوبو ځايونه په مقبرو بدل شول.

      يرغل طاغوت دی او هغه وژونكي آفت دی، چې مقدسو او پاكو ځايونو ته سپكاوی كوي او زموږ د كورونو په مقدس حريم باندې تيری كوي، هره ورځ په زرهاوو كسان موقتو زندانونو ته وړي. زه اعتراف كوم چې زه يو اتل نه يم، خو د ځانګړي ليدلوري او نظر خاوند يم. زه د خپل هيواد له سپكاوي او د بغداد  په اوركې سون له امله تحقيريدم، زموږ خلك وژل كيږي، او په زرګونو د ځورونې او ستمګرۍ انخورونو زما په ذهن فشار راوست، او زه به يې هڅولم، هغې لارې ته يې هڅولم چې د يرغل په وړاندي مقاومت او ديرغل رټل په كې نغښتي وو، د فريب كاري او درواغو په وړاندي مبارزه، خوب په ما حرام و، په لسګونو او سلګونو د وژنې هغه انځورونه چې د كچنيانو ويښته هم سپينوي زه ځورولم، لكه دي ابو غريب فاجعه او د فلوجې ټول وژنه، نجف، حديثه، بصره، ديالي، موصل، تلعفر، او هره لويشته زما د زخمي هيواد، په تيرو كالونو كې مې د خپل هيواد څلورو زخمي ګوټونو ته سفر وكړ، او په خپلو سترګو مي د خلكو ځوريدل  او بيوزلي وليده، او په خپلو غوږونو مې د يتيمانو او بيوزله خلكو فريا د او چيغي وارويدى،  خو ځكه چې ما ځواک ندرلود، د شرم احساس زما تر وجود راتاو شوی و، د خپل كار په دوران كې چې هره ورځ د عراقيانو پر ضد د فجایعو د رپوټونو برابرول وو، هغه ويجاړ كورونه مي تر سترګو كيدل، د قربانيانو د وينو داغونه مې له خپلو جامو څخه پاكول پداسې حال كې چې غواښونه مي يو په بل تينګيدل، قربانيانو ته مې لاس وركړی و چې د دوی انتقام به اخلم.

      فرصت په لاس راغي او ما ورڅخه ګټه پورته كړه.

      د بيګناه خلكو د وينو د هرڅاڅكي  د احترام په خاطر چې يرغلګرو څڅولې دي، او د هر مور د زوېرګي له امله، د هر يتيم د چيغې په خاطر، د هر جنسي تيري له امله او دهر يتيم د اوښكو په خاطر ما له د فرصت څخه ګټه پورته كړله، له هغو كسانو څخه چې زما په كار نيوكه كوي پوښتنه كوم چې آيا دوی پوهيږي چې په هغه بوټ باندې ما د څو هغو كورونو خبر واخيست چې يرغلګرو ځواكونو نړولي دي؟ آيا پوهيږي، چې دا بوټ  څو ځله په هغه بيګناه وينو ايښودل شوی، چې يرغل تويې كړې دي؟ آيا پوهيږي، چې دا بوټ څومره هغو كورونو ته ننوتلی، چې يرغل يى د پاك لمنو ښځو حرمت تر پښو لاندي كړی؟  اوس چې په ټولو ارزښتونو تيرى شوی، دا بوټ كيدای شي مناسب ځواب وي، كله مې چې خپل بوټ د جنايتكار بوش لوري ته ور وار كړ، غوښتل مې چې د درواغو نه منل، او د خپل هيواد اشغال د ده په لاس، او خپله غندنه د خپلو بيګناه خلكو د وژنو په خاطر په ډاګه كړم، همداراز مې غوښتل چې د خپل هيواد د شتمنيو چپاول، د موسساتو ويجاړيدل،  او د وګړو بې كوره كيدل او ليږدول  وغندم، وروسته له شپږ كاله سپكاوي، بې حرمتۍ، وژنو، او په مقدساتو تيري، عبادتځايونو ته سپكاوي، يوقاتل راغلی دی تر څو د خپلې كاميابۍ، ځان ستاينې، ديموكراسۍ وياړ وپلوري، هغه راغلی دی، تر څو د خپلو قربانيانو سره خدای په اماني وكړي، اوبالمقابل هيله من دی چې خلك ګلان ورته وړاندي كړي، ډير په ساده ګۍ دا زما ګل و يرغلګر لره، او د هغه يارانو ته، د دوی د كړنو او درواغو له امله، له يرغل څخه وړاندي او تر يرغل وروسته.
      ما غوښتل چې د خپل كار او دندې له شرف او حرمت څخه، چې د يرغل له لومړې ورځې څخه تر تيري لاندې راغلی او ويجاړ شوی، دفاع وكړم، بعضي كسان پدې نظر دي چې ولې ما په مطبوعاتي كنفرانس كې دبوش څخه كومه ستونزمنه پوښتنه نه كوله، چې د ده دشرم او سپكاوي لامل شوې وای؟ خو اوس زه تاسو خبرنګارانو ته ځواب دركوم، چې څرنګه ما كولای شوای، چې دا راز پوښتنه مطرح كړم، چيرى چې ماته له وړاندې لارښونه شوې وه، چې بايد پوښتنه مطرح نشي او يوازي بايد د څرنګوالي رپوت وړاندې شي، له بوش څخه پوښتنه ټولو ته ممنوع وه، د دندې اړوند بايد په ډاګه كړم، چې دنده هم تر يرغل لاندې ده، د هيواد پرستۍ غږ تر ټولو لوړ غږ دي...،  كه هيواد پرستي خوله خلاصه كړي، نو بايد دنده او شغل هم ورسره هم غږی شي، ما لدې فرصت څخه ګټه پورته كړه، كه ما دناپوهي سره د دندې د محدوديت له امله خبرنګاري مقصره پريښولې ده، دهغه ممانعت له امله مې دا كار كړی دی، چي د واك خاوندانو رامنځ ته كړی دی،  زه د هغه بنديزونو له امله، چې دوی ايجاد كړي دي، له تاسو څخه هيله كوم،  يوازې هغه كار چې ما نيت درلود او غوښتل مې چې تر سره يې كړم، د هغه وګړي څرګندونه وه چې وجدان يې ژوندی دی او هيواد ته يې سپكاوی شوی دی.

      تاريخ داسې دير روايتونه ثبت كړي، چې د دې دندې ( خبرنګارۍ ) اهل د امريكا د سياستكارانو د لاس آله شوي دي، يوه نمونه يى د فيدل كاسترو د وژلو هڅه وه، چې د كوبيايى فلمبردارانو په تلويزوني كامره كي ورته د چاودنې موادو ځاپځاي كيدو كوښښ وشو، د دى په څير په عراق كى د عام تصور د اغفال لپاره او يا هم د پيښو د ريښتينوالې لپاره دا راز كوښښونه شوي دي، او په دې اړوند  ډيرې ورته پيښي شته دي، چې زه ورڅخه تيريږم، خو زه غواړم ستاسو پام هغو مشكوكوبنسټونو ته لكه د امريكا د جاوسوسې شبكې او د دوی متحدينو ته راواړوم، چې زما د له منځه وړلو لپاره يى د هيڅ اقدام څخه مخ ندی اړولی، ځكه ما يو بلواګر سړی ګڼي، كيدای شي، دوي بيا هم ز ما د ووژني هڅه وكړي، او يا مې له ساحې څخه لرې كړي، او زه خپلو مينه والو او خپلوانو ته د هغو دامونو څخه چې د استخبارتي شبكو د كاركونكو له اړخه ما ته د وژلو او يا اسيرولو لپاره ايښودل شوي دي او يا د ټولنيز يا جسمي يا د دندى په اړوند ماته زيان ورسوي، خبرداری وركوم .

      هغه مهال د عراق صدر اعظم، په يوه تلويزوني مركه كه وويل چې پرته لدې چې هره شپه  د منتظر زيدي له احوال څخه خبرنشم چې آيا دي بستره او كټ د ويده كيدو لپاره لري كه نه، نه ويده كيږم، حال دا چې د ده د خبرو سره سم يى زه په وحشيانه توګه ځورولم : د برقى جټكى په ذريعه، د متروکې يا كيبل په ذريعه، د فلزي میلو په ذريعه، او دا ځورونه سم د هغى ځاي د شا په انګړ كې تر سره كيدله، چې مطبوعاتي كنفرانس په كى دايريده، مطبوعاتي كنفرانسونو ادامه پيدا كوله او ما د ګډونكونكو غږونه اوريدل، كيدي شي دوي هم زما چغي او زوېرګي اوريدلي وي، هر سهار يې په سړو اوبو كې ډوبولم او غوټه كولم، زه ښاغلي مالكي ته متاسف يم چې حقيقت يې له خلكو پټ كړی دی. كيدای شي، وروسته د هغو كسانو نومونه په ډاګه كړي، چې زه يې ځورولم. يو لړ یې د دوي د دولت او پوځ لوړ پوړي مامورين وو، زما هيله لدې كار څخه د شهرت حاصلول يا مادي لاسته راوړنه نوه، يوازې غوښتل مې چې له خپل هيواد څخه دفاع وكړم او دا هغه مشروع  حق دی، چې د بشر نړيواله موسسه او الهي اديان يې تايدوي. هغه هيواد چې د سپيڅلي تمدن سره د سپكاوي ښكار شو، زه مطمين اوډاډه يم، چې تاريخ اوپه تيره د امريكا تاريخ به دا ثبت كړي، چې څرنګه امريكايى يرغلګرو مغرور عراق او سرلوړي عراقيان سر ټيټولو ته اړكړل. دوي خپل هدف ته د رسيدلو لپاره او د خلكو د غولولو لپاره خپل ناوړه دلايل په نغارو كى د خلكو تر غوږونو رسوي، دا د حيرانتيا خبره نده  ده،  ځكه  چې دا تګلاره هغى تګلارې ته ورته تګلاره ده، چې استعمارګرانو په امريكا كى د امريكا د خاوري له اصلي اوسدونكو سره هم كړي وه. زه يرغلګرو، د دوی ملاتړو او د دوي ترشاتلونکو او مبلغانو ته وايم چې، هيڅ كله نه! ځكه چې موږ هغه خلك يو چې ولاړ به شو خو تحقير اوذلت نه منو، اوپه پای كې په وضاحت وايم چې زه يو خپلواك سړی يم، د هغه څه په خلاف چې د ځورولو په مهال زما اړوند ويل شوي دي، د هيڅ يوه سياسي حزب غړی نه يم، هغوی كله ما تندروه ګڼي او كله هم كمونست! زه په هيڅ سياسي حزب پورې تړلی نه يم، اوزما راتلونكى زيار به د هغو خلكو اړوند په ټولنيز ډګر كې وي، چې زما خدمت ته اړمن دي. د هغو كسانو د ادعا خلاف، چې ګواکې سياسي پاڅون راولاړوم، زه د كونډې يتيم او هر هغه چا لپاره، چې يرغل يې ژوند تباه كړی دی، زيار باسم، چې څه خدمت ورته وكړای شم. زه د شهيدانو د روح د ښادۍ لپاره دعا كوم، چې په زخمي عراق كې په خاورو كې وليودل، زه د اشغالګرو او د دوي د متحدينو  د رسوايۍ دعا ګو يم، زه همدا راز د هغو شهيدانو لپاره چې په عراق كې خاورو ته سپارل شوي او هغو كسانو ته چې د ځنځيرونو سره زندانو ته وړل شوي، دعا كوم، سوله او سوكالي ستاسو صبرناک او په خداي مو توكل ولس په برخه ده.

زما پيغام زما ګران هيواد ته دا دی، چې زما مينه والو پرما اعتماد وكړ او راته يې وويل چې (منتظره) كه له زندان څخه خلاص شوې نو جابرو او مطلقه قدرتونو ته ووايه –  زه په يوه خداي باور لرم چې قادر ذات اولوی دی، - او يادونه ورته وكړه چې په زرهاو بندیان په بندیخانو كې د بې اساسه  تورونوله امله وراسته شول. دوی له كالونو څخه په زندان كې دي، خو نه په كوم جرم متهم دي او نه هم كومې محكمې  ته بوول شوي دي، دوي يى له سرکونو څخه راټول كړي او زندان ته يى وړي دي، او اوس د تاسو په وړاندې او د خدای تعالى حضور ته هيله من يم، چې زما غږ واوري او يا ما په تلويزون كې وويني، اوس په خپله وعده وفا كوم،  دولت  ته او د دولت لوړ رتبه مامورينو او سياستمدارانو ته يادونه كوم، هغه څه چې په زندانونو كى تر سره كيږي، وويني. غفلتونو د عراق قضایي نظام په وضعیت كى خورا ډېرې بې عدالیې رامنځ ته کړې دي.

      مننه کوم. سلام او د خدای رحمت دې پر تاسو وي