واشنګټن پوست: افغان ځوانان پولیسو ته ور مات شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31202

دخبریدو نیټه : 2009-12-14

سرچینه: واشنګټن پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: عزمت علي

واشنگټن پوست ورځپاڼې د دسمبر په ١٠مه لیکي چې د پولیسو په معاشاتو کې د زیاتوالي په سبب ډیر شمیر ځوانان حاضر شوي دي چې د پولیسو په لیکو کې جذب شي. 

دغه مطلب د هغه امریکايي افسر له خولې ویل شوی دی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو  د روزنې دنده په غاړه لري. 

واشنګټن پوست ورځپاڼه د جنرال ولیام کادول له قوله لیکي  چې یواځې ددې میاشتې په اوله هفته کې د دوه نیم زرو نه زیاتې عریضې ورکړ شوي دي. 

د سپتمبر په ټوله میاشت کې یواځې ٨٣٠ درخواستونه شوي وو.

ورځپاڼه لیکي چې د ښاغلي اوباما په ستراتیژۍ کې تر ټولو زیات د افغانستان په ملي پوځ او پولیسو باندې اتکا شوې ده. 

اوس اوس په افغانستان کې د پوځ شمیر ٩٧ زره او د پولیسو شمیر ٩٥ زرو ته رسیږي. 

واشنگټن پوسټ لیکي، تر اوسه پورې د پولیسو معاشونه لږ و، فساد په کې ډیر و او همدارنگه په صفوفو کې یې د وظیفو پریښودل زیات لیدل کیدل. 

تر اوسه پورې د افغانستان د قواوو د لگښتونو ډیره برخه د امریکا او نورو هیوادونو او کمه برخه یې پخپله د افغانستان د حکومت لخوا تمویلیږي.

واشنگټن پوست لیکي چې د پولیسو په تشکیل کې د شمیر تر څنگ د قومي جوړښت انډول هم مطرح دی.