سرچینه: د ایرنا خبری آژآنس
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ایران سرکاري خبري آژانس ایرنا راپور ورکړ چې د انګلستان دفاع وزیر باب اینسرث ووئیل ددغه هیواد حکومت په افغانستان کې د جنګ لپاره د نهه سوه میلیو ن پونډو په ارزښت چورلکې او نور پوځي تجهیزات اخلي او ددغو لګښتونو د تامینولو لپاره به یو پوځي مرکز وتړي او کارکونکي به ئې هم رخصت کړي .
ایرنا لیکي چې په تیر میلادي کال کې ډیری بریټانوی سرتیري په افغان جګړه کې د پوځي تجهیزاتو د نه شتون له کبله له مرګ سره مخ شول او شمیره یې ۱۰۰ تنو ته ورسیده .
دفاع وزیر وویل: دغه پیسې چې ټول ټال یو میلیارډ پنځه سوه میلیون ډالرو سره برابریږي په دیو کلونو کې به د دوو شینوک چورلکو او دغه راز د نورو ډول ډول پوځي تجهیزاتو د اخستو لپاره ولګول شي.
د ایرنا خبري آژآنس د رپوټ پر اساس د انګلستان د حکومت ددغه اقدام له امله به دنورو برخو بودجه هم کمه کړي چې ممکنه ده د بودجې له نورې زیاتې خسارې سره به مخامخ شي.
هغه په عین حال کې ووئیل دغه فیصله دومره هم اسانه نه وه خو دا کار په افغانستان کې د ترهه ګرۍ او اوورپکو په ضد د بریالیتوب په هیله کیږی .
البته ددغه هیواد د سیاسي چارو کارپوهان وائی ممکنه ده په پارلیمان کې د حکومت لپاره ددغې بودجې بیلول له ستونزو سره مخامخ شي .