مولن د افغان جګړې لومړۍ لیکو څخه لیدنه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31310
ژباړه :خمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2009-12-17

مولن د افغان جګړې لومړۍ لیکو څخه لیدنه وکړه

اني ګېرمن د اسوشیتد پرس د ملي امنیت لیکواله

افغانستان- د متحده ایالاتو لوړ پوځي چارواکي د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې چېرې یې چې په دغه هېواد کې د ملکي خلګو د خیال ساتلو سپارښتنه وکړه، لیدنه تر سره کړه.

امیرالبحر مایک مولن د امریکا لوی درستیز، لومړی په هغې وړې اډانې کې تم شو چېرې چې امریکایي ځواکونو په اګسټ کې له رارسېدو راوروسته درنه مرګ ژوبله زغملې وه. په لڼډه موده کې له راتګه وروسته د دغې قطعې اوولسم ټولي له اته سوه سرتېرو څخه ۲۱ مړه او ۴۰ تنه ژوبل شوي دي.

خو سرتېرو هم د طالبانو په اکمالاتي لارو د کندهار په کړکېچن ولایت کې بریدونه تر سره کړي دي.

مولن سرتېرو ته څرګنده کړه چې د ګڼ مېشتو سیمو ساتنې باندې تمرکز او دا چې افغانان وکړای شي پخپل هېواد کې په آزاده توګه تګ او راتګ وکړي، د جګړې د ګټلو یواځېنۍ لاره ده. 

سرتېرو ته په خطاب کې ده خبرداری ورکړ چې: د تکتیک له پلوه یې ګټلای شو خو که چېرې ملکي خلګو ته مرګ ژوبله واړوو نو له ستراتېژیک پلوه به جګړه بایلو. هیله لرم چې له هر څه نه وړاندې د دغه هېواد د خلګو  په ساتنې تمرکز وکړای شئ. ټول همدا دی او بس.

مولن وویل چې د افغانستان سویلي سیمې چې د طالبانو دودیز مرکز دی زموږ د ملي ګټو لپاره د هغه ګواښ له کبله چې دلته شتون لري ډېر مهم دی.

ډګروال جناتن نیومن د دغې قطعې پولندوی وویل چې سرتېرو یې له خلګو څخه د ښو سپارښتنو اخیستل پیل کړي دي او د هغو لارو چارو د زده کولو په درشل کې دي چې څرنګه د سړک د غاړې له وژونکو بمې چاودنو څخه ځان وژغوري.          

نیومن زیاته کړه چې په ډګر کې، دغې قطعې د لومړیو سلو ورځو په ترڅ کې د تعبیه شوو بمونو او مخامخ اور په ګډون، ۳۰۰ څله له دښمن سره نښتې ده خو، د څه ناڅه یوې میاشتې په موده کې د سړک د غاړې بم سره نده مخ شوې.

نیومن زیاته کړه چې د ده د سرتېرو مورال قوي دی او د دمې اخیستلو هېڅ اړتیا نده پېښه شوې.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په سویل کې، مولن له څو پوځي او سمندري اډانو څخه لیدنې تر سره کړې چې په لومړۍ لیکه کې یې له سرتېرو څخه د هغوی د اړتیاو په هکله پداسې حال کې متحده ایالتونو د نورو ۳۰ زره سرتېرو لېږل پیل کړئ و پوښتنې کولې.