یادونه: دا لاندې مقاله داکتوبر د میاشتې په پنځمه نیټه د ډیموټیکس په نامه یو لندن میشتې خبري اجانس نشر کړې وه خو دا چې موضوع یې ډیره په زړه پورې وه نو پښتو ته مو واړوله ، د افغانستان د حالت یو ښه انځور درکوي. ژباړن
لیکوال: حنان حبیبزی
سرچینه: ډیموټیکس
نیټه:۰۵/۱۱/۲۰۰۹
نن د اکتوبر د میاشتی پنځمه نیټه ده، د۲۰۰۹ کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نیټه پرافغانستان د امریکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو د یرغل اته کاله پوره کیږي. خو د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو او نړیوالې ټولنې د شتون سره سره بیا هم په هیواد کې بې امني او بي ثباتي ورځ تر بلی ډیریږي. ولې؟
په جګړه ځپلی هیواد افغانستا ن کې د زړه بوږنونکو جګړیزو پیښو شمیرل او ارزول کومه ستونزمنه مسله نه ده.
په ورځيني ډول د رسنیو له لارې د سرتیرو د مړینې او وژنې راپورونه، د ټولټاکنو د رایو د شمیرنې را شمیرنې او په لیرې پرتو قبایلي سیمو کې ورته پیښې له هیچا پټې نه دي.
خو دلته په دې غږیږو چې یو ولسي افغان وګړی ددې ناورین په اړه څه نظر لري.
یو عام ولسي وګړی په کوم حالت کې دی؟ جګړې څه ډول ځپلی دی؟ آیا دی یې د هیواد دمشرۍ پاتې کیدل د کرزی په واک کې غواړی؟ آیا هغه دنورو جګړمارو ځواکونو که هغه د امریکا، فرانس او یا بل ملک وي رالیږلو سره علاقه لري؟ ایا دې شته ځواکونو هغه ته د خوندیتوب احساس ورکړی؟ کله چې دا پوښتنی ځواب ومومی ، دا به د جګړې د رښتني انځور په توګه د سولې او ټیکاو لپاره له لاسه وتلي چانسونه یوځل بیا په لاس راکړي.دا ځوابونه د جګړې رښتینولي او بریالیتوب له شک او نهیلي سره مخامخ کوي.
که ورستیو پیښوته یو ځغلنده نظروکړو د مثال په ډول د می د میاشتې دردونکې پیښه چې د امریکایي ځواکونو د هوایي بمبار په ترڅ کې زموږ له سلو زیات بې ګنا ولسي وګړي پکې ووژل شول.
دا او دېته ورته پیښې ددی لامل و ګرځیدې چې د ولسي افغانانوهیلې او باور په ولسمشر بارک اوباما او د هغه په ادارې له منځه ولاړشي.
له دې سره سره چې ولسمشر اوباما او د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې میرمن هیلري کلنټن په تشریفاتي ډول او د وخت د غوښتنو سره سم ددغې دردونکې پیښې له قربانیانو سره خپله ژوره خواخوږي اعلان کړه او د ولسي وګړو په وژلو یې خپله نارضایتي او تاسف څرګند کړ.
خو یو لوی بدلون منځته راغی. د افغانستان عام ولس د ولسمشر اوباما د سولې او ثبات د ټینګښت په ورکړل شویو وعدو خپل باور له لاسه ورکړ. په دومره ګن شمیر د بې ګنا ولسی وګړو ډلیزې وژنې د ولسمشر اوباما مخکینۍ ورکړل شوې وعدې چې په افغانستان کې یې دولسي وګړو د ژوند د ژغورلو په موخه کړې وې له شک سره مخامخ کړې.
ولسمشر کرزي هم هغه مهال ددې دردونکې پیښی سیمې ته سفر وکړ او د پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې د سل زره افغانیو چې دوه زره امریکایي ډالر جوړیږي د منظورولو اعلان ورکړ.
داده د یوه افغان د ژوند بیه:
له دی دولتي ډالۍ سره خواکې، د قربانیانو کورنۍ اړ شوې وې چې هغه اسناد لاسلیک کړي چې ورکې ذکر شوي وو چې دوی ددولت له دې مرستو څخه خوښ او منندوی دي.خوښ دي چې په بمونو د ټوټې، ټوټې شویو انسانانوغم به په دې دوه زره ډالرو له منځه ولاړشی.
په ځینو غربي هیوادو کې ان د حیواناتو د ساتنې لپاره ځانګړي قوانین وضعه شوي دي. که چیرې کوم کس حیواناتو ته ضرر ورسوي یا یې ژوند ته خطر پیښ کړي تر عدلي څارنې لاندې نیول کیږي ، خو زما په هیواد کې انساني ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي او هر کله هم چې وغواړي په ډله ییزه توګه یې وژني او د ژوند شمعې یې د تل لپاره مړې کوي ځکه چې دلته په جګړه کې ښکیل لوري قانون ته درناوی نلري.
له کله نه چې په هیواد کې جګړه پیل شوې ډله ييزې وژنې د ورځني ژوند یوه برخه ګرځیدلې. که چیرې څوک ددغو ظلمونو او جرمونو خلاف اواز وچت کړي او مجرمینو ته د سزا غوښتنه وکړي نو سمدلاسه پرې د بلواګر او ترهګر ټاپه لګیږي.
داده د یو عام افغان وګړي د ژوند کیسه:
یو عادي ولسي وګړی په دې نه پوهیږي چې ولې نړیوال ځواکونه تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې اسامه بن لادن او ملا عمر پیداکړي.
هغه په دې هم نه دی خبر چې دده د هیواد ښځې، ځوانان ، سپین ږیري او ماشومان به تر کله د ترهګرۍ پر ضد جګړې قیمت د خپلو وینو او ژوند په بیه اداکوي.
له درې لسیزو را په دیخوا پرله پسې جګړو له هغه هر څه اخیستي.
څه موده وړاندی د تیلو په هغو ټانکرنو چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو د جرمني قواو په غوښتنه د امریکا هوايی ځواک د یرغل په تر څ کې په لسګونو بیګنا افغانان په خپلو وینو کې ولمبیدل، دغې خونړۍ پیښې يوځل بیا افغانانو ته د روسيي ښکیلاکګرو ځواکونو دیرغل د وخت ډلیزه وژنې او تاریخي جنایتونه ور یادکړل.
نور نو د افغانانو لپاره دا ډول دردونکې پیښې او جنایتونه حیرانونکي او د تعجب وړ نه دي ځکه دوی د امریکایي ځواکونو تر یرغل وړاندې د نړۍ تر ټولو ستر ښکیلاګر او خونړي ځواک تر یرغل لاندې کلونه کلونه سختۍ وګاللې او نه هیرودنکې ترخې تجربې لري.
کله چی د طالبانو یو څو کسیزې وړې ډلګۍ دافغانستان په شمال د کندوز په ولایت کې په دوو ټانکرونو چې د ناټو ځواکونو ته یې د سون مواد لیږدول برید وکړ او دواړه ټانکرونه یې له ځان سر یرغمل یووړل، سیمه ییزو ولسي خلکو د خپلو ډیزلي څراغونو د روښانه ساتلو لپاره مو قع مناسبه وګڼله او د وړیا تیلو د لاسته راوړلو په نیت پر ټانکرونو ور مات شول چې ددې وړیا تیلو په وسیله د څه مودې لپاره خپلې جونګړې روښانه وساتي، ولې ددوی دا هیله هيڅ کله هم پوره نشوه، او د امریکا هوایي جهازونو د جرمن قومندان په غوښتنه زموږ په دې مظلومو هیوادوالو په ټنونو درانده بمونه وو ورول او دتل لپاره یې د ژوند شمعې ور ووژلې .
دې پیښې افغانانو ته د ۱۹۸۰ کلونو وخت ورپه زړه کړ چې مجاهدینو د پخواني شوروي د یرغلګرو ځواکونو په اکمالاتي کاروانونو د برید په ترڅ کې مختلف توکي چې تیل ، خوراکي توکي، جامې او د موټرو پرزې پکې وې په غنیمت نیولې. د شوروي پر نیواک که لږ نور غور وکړو نو دعادي افغانانو دا هم په زړه دي چې د جګړې سره سره شوروي اتحاد پر ځايي خلکو دحملو په اړه پاملرنه کوله،دوی پوهیدل چې بیړنۍ او احمقانه لارې غوره کول به ددوی نظامي مبارزه بې لارې کړي.
دغسې حملې یوازې غچ اخیستلو ته لار برابروي او ددې سبب کیږي چې جګړه له لوې ماتې سره مخامخ شي.
د روسانو تګلارې ډیر واک د هغه وخت افغان حکومت ته ورکاوو. دوی شخصي زندانونه نه درلودل او دوی ډیر څه زغمل.
خو امریکايي او جرمني ځواکونو په دې پیښه کې چې طالبانو ددوی د تیلو ټانکرونه یرغمل کړل تصمیم ونیوه چې د وسلوالو طالبانو سره سره سیمه ييز ولسي وګړي هم په دې ډول وویروي نوځکه یې پر هغوی بیرحمانه هوایي برید وکړ.
ددویمې نړیوالې جګړې څخه وروسته دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د جرمني د ځواکونو له لورې په لوی لاس دا ډول دردونکې ډلیزه وژنه سرته رسیږي.
کله چی ولسي افغانان په خپلو کې په دې ډول پیښو غږیږي نو ډیری ورته نا اشنا نه دي ځکه دوی له بهرنیو یرغلګرو څخه دبمونو پر ځای د ګلانو د ګیډیو هیلې نلري، دوی د پخواني شوروي اتحاد دیرغلګر ځواک څخه هم د بمونو پر ځای د ګلانو د ګیډیو او د وژنو او جګړو پر ځای د سولې او ټیکاو هیلې نه درلودې، دوی پوهیدل چې هغه یرغلګر دي، او هیڅ ډول نړیوالو قوانینو ته احترام نلري.
هوکې! امریکایانو او جرمنیانو د ملګروملتونو تر چتر لاندې د سولې ، ولسواکۍ، انساني حقونو ،د ښځو او ماشومانو حقونو او ټولنیز عدالت په موخه پر افغانستان یرغل وکړ. خو دا ډیر ليرې بریښي.
دوی ددی شعارونو د عملي کولو پر ځای له افغانانو څخه د عادي ژوندانه حق هم واخیست او په پرله پسې ډول د ولسي افغانانو ژوند له ګواښونو سره لاس او ګریوان دی.
له ۲۰۰۳ کال را هیسې د افغانستان په لیرې پرتوکلیوالو سیمو کې ژوند لاهم له خورا ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دی. ددوه یا درې اورپکو په وجه چې په کلیوالو سیمو کې پټ شوي وي امریکایي ځواکونه د هغو په خلاف تل له هوایي ځواک څخه ګټه اخلي او په دغو خونړیو هوایي بریدونو کې هغه کلي چې ددوی په ګومان طالبان ورکې پټ شوي په یو مخیز ډول بمبار او په کنډوالو بدلوي،د ولسي وګړو، ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو ژوند ته هيڅ ارزښت نه ورکول کیږي ، د یوه یا دوه طالب اورپکو لپاره په وحشیانه ډول ولسي هستوګن ځایونه تر هوایي برید لاندې نیول کیږي او هلته اوسیدونکي خلک په یو مخیز ډول وژل کیږي.
د ښځو حقوق، ولسواکي، انساني ارزښتونه او سیاسي ټیکاو هغه شعارونه دي چې یرغلګر ځواکونه یې د نړیوالو د تیر ایستلوپه موخه کاروي او د رواني جګړې د رښتینولۍ لپاره ترې سیاسي ګټه پورته کوي.
ولې ولسي افغانانو ته د یو ویشتمې پیړۍ د بشر د حقونو او دموکراسۍ مخکښان! لا هم درانه درانه بمونه ډالۍ کوي، کوم چې دسولې ، ولسواکۍ او ټولنیز عدالت دلاسته راوړلو ټولې هیلې په یو مخیز ډول له منځه وړي.
ددې ناخوالو سره سره د ولسمشر کرزي په اداره کې د جنګي مجرمینو، جنګ سالارانو او د مخدره موادو د کارو باریانو شتون دا هیواد له یو بل ناورین سره مخامخ کړی او که چیرې د کرزي په نوی ټیم کې هم دغه بدنامې څیرې د تیر په شان بیا هم په ولس وتپل شي نو ژره ده چې تر ټولټاکنو وروسته د یوه بدلون لپاره د خلکو هیلې هم د تیر په څیر په او بو لاهو شي.
دا ليرې بریښي چې هیواد به مو د موجوده ادارې له شره چې د جنګي مجرمینو،د مخدره توکیو د کاروباریانو او جنګ سالارانو هډه ده خلاص شي، کوم چې خپلې شخصي او تنظیمي ګتې تر ملي ګتو، ټولنیز عدالت او ولسواکۍ لوړی ګڼي.
دا زما د هیواد د حالاتو رښتینی انځوردی کوم چې عادي افغان وګړی یې هره ورځ شاهد دی ، او هغه ویني چې تر دې ښه بدیل ددولت ضد وسلوال طالبان ور وړاندې کوي. د کرزي په دولت او قضایه قوه کې دپراخ فساد له کبله اوس په کلیوالو سیمو کې عادي خلک د لانجو د اوارولو لپاره د طالبانو طرف ته ورمات شوي دي ځکه چې په حکومت کې فساد دعدالت د ټینګښت مخه نیولې ده.
نو په دې اساس ناټو باید له طالبانو سره خبرو ته غاړه کیږدي.ځکه چې د خبرو اترو پرته د حل بله لار نه تر سترګو کیږی.
کیدای شي بعضې کسانو ته به د طالبانو بدیل ښه په نظر نه ورځي ،ولې دا به اروپا ته د سوله ییز او سوکاله ژوند د تیرولو په هیله د مرګوني او له کړاوه ډک سفر ، د کالاس په کوڅو کې لندن ته د اوښتو په نیت په میاشتو میاشتو تر شنه اسمان لاندې د شپو سبا کولو ، یا په هیواد کې په کور دنننه د بمونو له ویرې د شپو په ویښه تیرولو څخه څو څو ځله بهتره او خورا ګټور کار وي.