فرانس پرس: کرزي غربي متحدین خوشهاله کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31384

دخبریدو نیټه : 2009-12-20

سرچینه: فرانس پرس آژانس

ژباړه او ترتیب: عزمت علي

د فرانسې خبري آژانس په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د نوي کابینې په اړه یوه لیکنه کړي ده او پکې یې لیکلي چې حامد کرزي  هڅه کړي په خپله نوي کابینه سره خپل لویدیځوال متحدین خوشهاله کړي.


له کابل څخه دفرانسې خبري اژانس دراپور پراساس دافغانستان ولسمشر حامدکرزي د شنبې په ورځ  دخپلې کابینې غړي معرفي کړل .


دغه کابینه دښه حکومت دژمنې او له جنګ سالارانو رانیولي تر امریکا پورې دخپلو ټولو ملاتړو دخوشحالولو اړتیا منعکسوي .


دافغانستان دوزیرانو دڅوکیو لپاره ددرویشتو کسانو نومونه د تاید لپاره پارلمان ته وړاندې شوي دي .


په راتلونکو څو ورځو کښې به په دکابینې دوزیرانو په هکله دپارلمان بحثونه پیل شي چې په اګست میاشتې کښې له انتخاباتو وروسته دمیاشتو میاشتو سیاسي کړکیچ پاې ته ورسیږي .


دافغانستان دپارلماني چارو وزیر انور خان جیګ دلک دکابینې دوزیرانو نومونه پارلمان ته ولوستل .


دکابینې هر معرفي شوی وزیر ودریده چې دپارلمان استازیو ته ځان وروښيي چې دپارلمان ځینو استازیو لاسونه خوځول او بیا ځینو سرونه ټیټ کړي وو.


دافغانستان سیاسي شناند وحیده مژده وویل دکابینې دغه فهرست داسې ښکاري هڅو ته ددوام اراده په ډاګه کوي او زیاته یې کړه او دغه اراده هم ښيي چې کرزي دلویدیځو هیوادونو غوښتنې منلي دي .


هغه وویل چې په کرزي دکابینې دجوړولو په هکله دوه ډوله دباو دی چې یو یې دحکومت دمخالفې خوا او بل د خارجي هیوادونو لخوا دی .


وحیده مژده زیاته کړه مونږ دحامد کرزي په دغه نوي کابینې کښې کومه نوي څیره یا شخصیت نه وینو چې مونږ ته دهیواد په راتلونکي کښې دکوم ستر بدلون دراوستلو هیله راکړي .


ویل کیږي دافغانستان په نوي کابینې کښې اوسنی دفاع وزیر رحیم وردک ، دکورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او دمالیې وزیر حضرت عمر زخیلوال دروغتیاي چارو وزیر سید محمد امنین فاطمي او دزده کړې وزیر فارقو وردک شته کوم چې دامریکا او اروپا خوښ کسان دي .


لس پخواني وزیران به په خپلو تیرو څوکیو پاتې شي او دڅلور وزیرانو به څوکې بدلې شي او نهه نور وزیران به نوي وي چې پخوا وزیران نه وو.
په نوي کابینې کښې دهرات پخوانی والي اسماعیل خان دانرژۍ وزیر معرفي شوی دی.