په وينو لړلي واوري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3145
ل :ماياكوفسكي، ژ : حشمت ساحل
دخبریدو نیټه : 2005-06-25

په وينو لړلي واوري

و ګوره...! تر اوسه لا د هغه د وينو څاڅكي د سپينو زلالو واروپر مخ  ځلېږي.

او... دهغه نوم به هم د هيواد د فدايانو په نومونو كښي ځلانده وي.

د اسرې واوري چي د په دښتو كښي وينۍ دا... هغه سوځلي وريځي نه دي چي د غروب پر مهال د اسمان پرمخ ليدل كېږي.

دغه گلرنگه واوري چي ستاسو تر قدمونو لاندي كښېكښل كېږي دا د نازكو سروګلانو د غوټيو پاڼي نه دي او نه هم د ښكلي پېغلي پر مخ د شرم له وجي سور واله، خو د سرو ګلانو د غوټيو تر پاڼو زړه وړونكي او ده پېغلي تر سرو باړخوګانو ښكلي دي.

دغه په وينو لړلي سرې واوري د هيواد د بچيانو تلپاتى ياد دى چي د پسرلي زړه وړونكى لمر پر ځلېږي لكه هري ذرې ته چي يې تازه روح لار كړې وي. او له دښتي څخه د ښكلي وږمې  په را الوتو سره يې خوشبويي او معطروالى زموږ تر سږمو رارسېږي.

دا په وينو لړلي واوري د هيواد د بچيانو دي چي د ازادۍ په لار كي يې ځانونه بايللي.

تر هغو به د دوى ستم ځپلي ارواوي په آسمانو كښي په پراوزي وي د بدلون فريادونه به وهي او په هغه ځاى كي چي د دوى د وينو سپېڅلي څاڅكي توى شوي وي تل به په وينو لړلي واوري و اوري.