کندهار : د فوټبال ولايتي سيالۍ پيل سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31453

دخبریدو نیټه : 2009-12-23

احمد لودين

په کندهار کي دسهيلي حوزي په سطحه دپنځو ولايتونو تر منځ دفوټ بال سيالى پيل سوي د کندهار ولايت دورزشي امريت امر محمدالله ګلالى وايي چي نوموړي سيالۍ د کندهار ، هلمند ، زابل ، نيمزوز او ارزګان ولايتونو تر منځ په دي موخه پيل سوي دي چي د حوزي په سطحه منتخبه لوبډله وټاکل سي چي وروسته به په هغو سياليو کي ګډون کوي چي لس ورځي وروسته به د هيواد داتو حوزو دلوبډلو ترمنځ په کندهار کي جوړيږي او له وتلو لوبغاړو څخه به يي يوه ملي لوبډله جوړيږي .
محمد الله ګلالى وايي چي ددي پيل سوو سياليو لګښت د هيواد  د ملي المپيک د فوټبال فدراسيون ورکوي  دده په خبره چي نوموړي ټورنمنټ پنځه ورځنى دي او هره ورځ دوي لوبي کيږي چي تيره ورځ لمړۍ لوبه نيمروز له ارزګانه سره وکړه چي نيمروز دوه د صفر په وړاندي ارزګان له مخي ليري کړ او هلمند بيا د ٤ ګولونو په تر سره کولو سره زابل په صفر کي مات کړ .