AFP: د انګلستان اقتصادي حالت خراب شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31523

دخبریدو نیټه : 2009-12-26

سرچینه: د فرانسې خبري آژانس

ژباړه او ترتیب: جلالزی

له لندن څخه دفرانسې خبري اژانس د راپور پراساس په انګلستان کې چې له سخت اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی په هرو پینځو کسانو کې یوه تن ومنله چې دوې دخپل ژوند دچارو دپرمخ بیولو لپاره له خپلو بچیانو  ته قرضې اخستي دي .


یوې سروې چې دفایننشل سرویسز کمپنۍ لپاره ترسره شوي ده پرون وویل دانګلستان کابو دوه ویشت فیصده میندو او پلارانو وویل چې دوې مجبوره شوي دي دخپلو بچیانو هغه پیسې چې ځانونه لپاره یې جمع کړي دي له هغوې واخلی او په دوې کې ځینې کسان نورو ډیرو پیسو ته اړتیا لرله چې بیلونه جمع کړي او دګاډو  کار پرې ترسره کړي .


د ون پول موسسې لخوا په ترسره شوي نظر سنجې کښې هم نیمو او میندو او پلارانو وویل چې دوې له خپلو بچیانو له دوه سوه واخله تر پینځو سوو پورې پیسې (سټرلینګ پولنډونه ) قرض اخستي دي .


په انګلستان کښې اکثره میندو او پلارانو چې له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي له خپلو بچیانو دغه پیسې ځکه اخستي چې بله لاره ورسره نه وه .
دانګلستان لس فیصده میندو او پلارانو وویل دوې دغه کار یو پور ګڼي او کله چې امکان ولري نو خپلو بچیانو ته به قرض بیرته ورکړي .
دانګلستان دیرش فیصده میندو او پلارانو وویل دوې له خپلو بچیانو دپیسو په اخستلو سره ځانونه ګرم بولي او اووه ویشت فیصده خلکو بیا وویل دوې ځکه له خپلو بچیانو پیسې اخستي دي چې دوې ورته ډیر ضرورت درلود .


دانګلستان داینګیج میوچل موسسې مارکیټنګ ډایریکټر کارل الیوټ چې دبچیانو دموسسو لپاره پیسې ورکوي وویل له دغه سروي داسې معلومیږي دانګلستان اکثره میندې او پلاران چې له خپلو بچیانو یې قرضې اخستي دي په ډیرو بدو اقتصادي شرایطو کښې وو.


په دغه سروې کښې دانګلستان کابو لس فیصده خلکو ومنله چې په تیرو اتلسو میاشتو کښې ددوې اقتصادي حالت ډیر خراب شوی دی .

په امریکا ، انګلستان او نورو اروپاي هیوادونوکښې دسخت اقتصادي کړکیچ له کبله تراوسه په زرګونو بانکونه ، مالي او تجاري موسسې او دګاډو شرکتونه دیوالیه شوي چې له کبله یې په میلیونونو کسان بې کاره شوي هم دي.