منبع: اسوشیټیډپریس
ژباړه: یاقوت
د AP خبري اژانس په خپل یو تحلیلي رپوټ کې د افغانستان د ولسي جرګې راتلونکي ټاکنې څیړلې او پکي ښودل سوې چې د ولسي جرګي دغړو او یو شمیر غربي دیپلوماتانو په ګډون یوه ځواکمنه ډله د ټاکنو د ځنډیدلو پلوي کوي
دوي انديښنه ښودلې چې که د ولسي جرګي ټاکني د اساسي قانون سره سم په راتلونکي پسرلي کي ترسره سي نو د ولسمشرۍ د ټاکنو په څېر به له درغلیو ډکي وي. چې له همدې کبله د برتانيې او امریکا په ګډون یو شمېر بسپنه ورکونکي هېوادونه د راتلونکو ټاکنو د مالي ملاتړ په برخه کې زړه نازړه دي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسي جرګي د سرته رسولو په اړه خپل تیاری ښودلی خو وايي چې ددې ټاکنو د سرته رسولو لپاره د دوي یواځینۍ اړتیا بودیجه ده.
د کمیسیون ویاند نورمحمد نور وايي چې د پيسو برابرول په مرسته کوونکو هېوادونو اړه لري او موږ تر راتلونکي میاشتي پوري د دوي د ځواب انتظار کوو.
ښاغلی نور وايي چې د (مې) په میاشت کې د ترسره کیدونکو ټاکنېو لپاره لږ تر لږه یوسل او شل میلونو امریکايي ډالر پکار دي.
خو کابل کې د برتانيې د سفارت د رسنیو د برخي یوې کارکونکې اسوشیټیډپریس اژانس ته ویلي دي که ټاکنې ونه ځنډول سي نو له ګڼو ننګونو سره به مخ یو.
نوموړې زیاته کړه( مخکي تردې چي موږ نوري پیسې ورکړو او خپل پوځیان په خطر کې واچوو غواړو ډاډ تر لاسه کړو چې له تېر څخه زده کړي درسونه به د راتلونکو ټاکنو په ښه والي او ښه حکومت دارۍ کې عملي سي).
پداسي حال کې چې د برتانیې غوندي دولتونه د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د شفافیت په اړه انديښمن ښکاري خو هندوستان بیا له قانون سره سم د ټاکنو پر تر سره کېدلو ټينګار کوي.
په کابل کې د هندوستان د سفارت ویاند جي پي سینګهـ اسوشیټیډپریس اژانس ته ویلي دي چې باید د قانون درناوي او د افغانانو نظر ته پاملرنه وسي او پدې اړه د هند د نظر اړتیا نسته.
د افغانستان د بهرنیو مرستندویانو په څېر په ولسي جرګه کې دننه وکیلان هم د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو په اړه بيلابېل نظریات لري
په پارلمان کې د کاپیسا وکیل محمداقبال صافي AP ته ویلي دي چې د بودیجې د نشتوالي ګنګوسي یې تر غوږ سوي او لدې امله د پارلمان یوشمېر غړي انديښمن دي ځکه دوي فکر کوي چې که ټاکني پر وخت ترسره نسي نو له یوې خوا به قانون تر پښو لاندي سي او له بله پلوه به هغه افغانان چې په ولسي جرګه کې د ځینو وکیلانو په شتون خوښ ندي انديښمن سي.
صافي وايي چې( ټاکني بایدپرخپل وخت وسي ، موږ پوهیږو چې ستونزي سته خو باید د ستونزو لپاره حل لاره ومومو او ټاکني وکړو).
خو د کندهار وکیله شکیبا هاشمي بیا انديښنمه ده که ټاکني پر خپل وخت وسي نو ازادې او بې پرې به نه وي او دا به بیا ولسي جرګې ته لار ونه مومی، نوموړي اسوشيټيډپریس اژانس ته ویلي ( احمدولي کرزي لا وختي زما پر ځای بل څوک غوره کړېده، هغه کسان چې د ولسمشر کرزي لپاره يې کمپاین کړی هغو ي انتخاب نه، بلکه انتصاب غواړي،پداسي حال کې چې ولي کرزی ځان د کندهار ټولواک ګڼي).
همدارنګه ولسي جرګه کې د کندز د خلکو وکیل معین مرستیال هم د ټاکنو د ځنډیدلو پلوی کوي او زیاتوي چې باید یواځي څو میاشتي انتظار وسي ترڅو د ټاکنو په لاره کې پراته خنډونه لري سي.
ښاغلی مرستیال وايي چې د رڼو ټاکنو له لاري جوړ سوی پارلمان به د درغلیو په واسطه تر جوړ سوي پارلمان غوره وي خو که ټاکني له شته ستونزو سره پر خپل وخت وسي نو دا به د راتلونکي پارلمان د غړو مشروعیت تر پوښتنې لاندي راولي.
د یادولو وړ ده چې د اګست په میاشت کې ترسره سوي د ولسمشرۍ ټاکنې له ګڼو ستونزو سره مخ وې چې د طالبانو دمخالفت سره، پراخې درغلۍ، بهرنۍ لاس وهنې،د ملګرو ملتونو دځانګړي استازي او دهغه د مرستیال تر منځ لانجه يې د یادولو وړ دي.