احمد لودين
يادي سيالۍ چي د سهيلي حوزي په سطحه د پنځو ولايتونو کندهار ، هلمند ، زابل نيمروز او ارزګان تر منځ د کندهار په ورزشي لوبغالي کي د هيواد د دالمپيک د ملي کميتي د فوټبال د فدراسيون او په کندهار کي د ځينو ملي سوداګرو په مالي لګښت پيل سوي وي پوره پنځه ورځي يي دوام وکړ چي تيره ورځ يي وروستۍ لوبه د احمدشابابا د ليسي او ارزګان د لوبډلو تر منځ تر سره سوه چي د احمد شابابا دليسي لوبډلي دري پر صفر دارزګان لوبډله په ګونډو کړه چي په دي سره د کندهار داحمدشابآبا دليسي لوبډلي لمړى ، نيمروز دوهم ،هلمند دريم ، ارزګان څلور او زابل هم پنځم ځايونه خپل کړه .
په کندهار د ورزشي امريت مسوولين وايي چي تر دي وروسته به د هيواد داتو زونونو تر منځ په کندهار کي دفوټبال سيالۍ تر سره سي چي له کندهاره به د پاي ته رسيدلو سياليو ګټونکي لوبډله د احمدشابابا دليسي لوبډله ګډون پکښي کوي