افغانستان د ګلف لوبه تجربه کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31563

دخبریدو نیټه : 2009-12-28

میرویس جلالزی


د افغانستان یو شمیر ځوانان د ګلف په نامه هغه نوي لوبه تجربه کوي چې په غرب او نورو ملکونو کې د بډایه کسانو ډیره  خوښه ده .

د ملي المپیک د کمیټې د رسی ظاهر اخبر پر وینا چې دغه لوبه په افغانستان کې نوې ده او له همدې امله د رسنیو له لاري ډیرو تبلیغاتو ته اړتیا ده چې د دغې لوبې په اړه افغانان وپوهول شي.

د ښاغلي اخبر پر وینا چې دمګړۍ د ګلف یو میدان په افغانستان کې موجود دی چې هغه هم د کابل د قرغې د بند په غونډیو کې ده .

که څه هم دغه میدان هغسي ندی چې په نورو ملکونو کې وي خود ښاغلي اخبر پر وینا چې یو شمیر ځوانان شته چې د ګلف تجربه کوي او ښایې ډیر ژر دغه لوبغاړې د ګلف لوبو لپاره نړیوالو میدانونو ته هم لاره پیدا کړي.

دمګړۍ د ګلف لوبه یوه فدارسیون هم د ملي المپیک د کميټې په چوکاټ کې لري چې بودجه او د غړو اندازه یې د ګوتو په شمیر ده .