نیویارک ټایمز: د ناټو او کرزي تر مینځ نوی اختلاف
سرچینه: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د کنړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ناټو ځواکونو وروستۍ حملې د حامد کرزي او ناټو تړون د مشرانو تر منځ اختلاف را مینځ ته کړی دی.
دغه برید وړمه ورځ په یوه کور تر سره شو چې پکې ویل کیږي لس تنه ولسي افغانان وژل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي چې اوس دا سوال مطرح شوی چې آیا وژل شوي لس تنه طالبان ول که ولسي افغانان؟
د نیویارک ټایمز په باور چې حامد کرزي دغه برید محکوم کړی او ویلي یې دي چې ورته د زغم وړ نه دی خو ناټو تړون بیا بل څه وایې.
د کنړ والي او د ولایتي شورا او د پارلمان کنړ میشتو وکیلانو ویلي چې وژل شوي ټول کسان ملکیان وو نه د دولت ضد مخالفین خو یوازي د کنړ امنیه قوماندان خلیل الله ضیایې بیا له دغې موضوع سره په احتیاط تماس نیولی او زیاته کړي یې ده چې دا به وخت او څيړنې روښآنه کړي چې آیا وژل شوي کسان طالبان ول او که ولسي افغانان دا ځکه چې دا مسله په خپله تر سوال لاندي ده چې په دې شمیر ځوانان په هغه شپه چې په دغه کور برید تر سره شوی د څه لپاره په دغه کور کې را ټول شوي ول.
نیویارک ټایمز وړاندي لیکي چې د ناټو ځواکونو په لومړیو کې وویل چې وژل شوي ټول مخالفین ول او د بمونو د جوړولو د یوې شبکې برخه ول.
ناټو په یوه بیان کې ویلي چې دغو ځوانانو د انفجاري موادو په یوه شبکه کار کاوه او له ډیرو شپو را پدې خوا یې په سیمه کې د بمونو په چولو کې لاس درلود.
ناټو تړون ویلي چې له برید وروسته په دغه کور کې د بمونو د جوړولو وسایل هم لیدل شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکي چې د دغې حملې په اړه د ناټو تړون د مشرانو او حامد کرزي تر منځ د نظر پراخ اختلاف لیدل کیږي .
د نرنګ ولسوالۍ په دننه کې په دغه کور تر شوي برید وروسته د افغان پآرلمان یو شمیر غړو هم د احتجاج په توګه د پارلمان غونډه پریښوده او عاملینو ته یې د سختي سزا غوښتنه وکړه.
نیویارک ټایمز لیکي که څه هم تر اوسه نده معلومه چې آیا وژل شوي کسان ملکي افغانان ول که طالبان خو کرزي مخکي له مخکي ډیر تند غبرګون ښکاره کړ او دا یې وښوده چې د ملکي افغانانو د مسلې پر سر تر سختو کورنیو فشارونو لاندي دی.
د نیویارک ټایمز په لیکنه چې دغه ډول مسلو له پخوا د حامد کرزي او د هغه د لویدیځو متحدینو تر مینځ اختلاف رامنځ ته کړی او حتی دا چې په ځينو مواردو کې خو حامد کرزی د ناټو له قوماندانانو سره د ملکي تلفاتو پر سر خوابدی شوی هم دی.