نعمان دوست
دکوټې پر مخامخ ديواله څو دعکسونو چوکاټونه کتار ځړيدلي وو، ددغو چو کاټونو په منځ کې يو له نورو لوى و، په چوکاټ کې رنگه عکس بند و، عکس کې هغه شنې سترګې داسې پرانستې وې چې ، هر نا ست کس دا سې ګومان کاوو، چې ده ته ګوري .
هغه شونډې په وړې موسکا بېرته کړې وې ، او دمخامخ غاښونو څوکې يې ترې ښکاريدې .
له سپين مخ نه يي ژېړه پټۍ ږيره راتاوه وه ، ښي پلو يې سره بخو ن ويښتان اړولي وو او داسې ځليدل تا به وې دشړشموټو ل بوتل پر ې اړولى دى .
سپين ږيري انو ر ا کا کله عکس او کله زما څنګ ته ناست ملګري ته کتلې ، ټول غلي وو، اکا پياله کېښوده دهغه پر او ږه يې لاس کېښود او بل لا س يې مخامخ عکس ته ونيو ، لا س او شونډې دواړه رپيدلې خو خبره يې له خولې نه راوتله .
يودم پورته شو : بچى ! هغه هم تا غوندې دويښتانو شوقي و، خو... سلګيو پسې وا خيست .
شيبه وروسته يې عکس راکوز کړ ، دپټکۍ شمله يې پرې را تېره کړه : ده ته لکه چې ، خپل مر ګ مالو م و، له عکس نه دوه ورځې وروسته يې سر وخوړ .
له سترګو يې څو څاڅکي دچوکاټ پر ښيښه ولويد ل ، خو هغه ته لکه چې دخپل پلار ژړا بې مانا ښکاره شوه ، هماغه شان موسک و .
موږ ټول غلي وو، واړه زوى يې ترې چوکاټ کش کړ ، يو بل ته مو وکتل او بيا ورو- ورو له خونې ووتو و .
سبا دلو ى اختر ورځ وه ، او موږ کليوال دخپل دود له مخې له سهار لمانځه وروسته هدېرې ته روان شوو. دخپلوانو قبرونو څنګ ته دريدلو او دعاوې مو کولې .
چې ، څنګه مو ددعا لپې پر مخ را کش کړې ، او دبل قبر په لور وخوځېدو ،ملګرى مې ټکنى شو او بيا يې مخ را واړو : دده دقبر خو دو ه کاله لا نه دي شوي او بيا په کې سورى شوى .
ما وې دچا ؟
دشاه محمود قبر ښيم .
- له دې سره ماته پرونى ورځ را ياده شوه او ټول عکس مې سترګو ته ودريد .
ور وړاندې شو م ، سر خواته يې سورى شوى و، او دلمر يو وړانګه ور ننوتې وه .
زړه مې غټ کړ او له سوري مې وچ بوټى لرې کړ . لړزې ونيولم ، خو زړه مې نه صبرېده ، سر مې ورټيټ کړ : سپينې کوپړۍ نه لاندې اوږده هډوکي جلا – جلا پراته وو. دهغه ټول غاښونه داسې ښکارېدل تا به وې په موږ خاندي ، خو دشونډو درک يې نه وو.
دکوپړۍ څنګ ته يوه توره غوټه ښکاره شوه ، ښه ورځير شوم ، هماغه غوړ کا کل و خو خاورو يې ځلا اخستې وه .
کابل – دزمان خان کلا دوشنبه جوزا ٢٣ - ١٣٨٤