AFP: امریکا او انګلیس په یمن کې کار کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31699

دخبریدو نیټه : 2010-01-03

سرچینه: د فرانسې خبري آژانس

ژباړه : جلالزی


له لندن څخه دفرانسې خبري اژانس د راپور پراساس دانګلستان دلومړي وزیر دفتر ډاونینګ سټریټ نن وویل امریکا او ا نګلستان به په یمن او سومالیا کښې له سرزورۍ سره دجنګ لپاره دترهګرې ضد دپولیسو ګډه ډله جوړه کړي .

چارواکو  وویل دانګلستان لومړی وزیر ګورډون براون او دامریکا ولسمشر باراک اوباما چې پرون یې دلومړي ځل لپاره القاعده ډله تورنه کړي ده داهم غواړي چې په سومالیا کښې دملګروملتونو دعسکرو شمیر زیات کړي چې په سیمه کښې دتاوتریخجنې سرزورۍ مخه ونیسي .


امریکا او انګلستان موافقه وکړه چې په ډیټرویټ کښې دالوتکې دتباه کولو له ناکامۍ هڅې وروسته په سومالیا او یمن کښې دترهګرې دګواښ دختمولو لپاره ګډه هڅه پیاوړي کړي .


په دغو نوښتونو کښې چې انګلستان لومړي وزیر براون دامریکا له ولسمشر باراک اوبام سره ورباندې موافقه کړي ده په یمن کښې دامریکا او انګلستان په مالي مرستې سره دترهګرې ضد دځانګړیو پولیسو دیوې ډلې جوړول دي .


دغه خبره په داسې حال کښې اعلان شوي ده چې دوې ورې وړاندې انګلستان په یمن کښې له سرزورۍ سره دمقابلې لپاره په لندن کښې دنړۍ دسترو قدرتونو دیوې غونډې دترسره کیدا غوښتنه کړي وه .