NBC: د CIA په مرکز د اردني سړي ځانمرګی برید

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31768
ژباړه: جلالزی
دخبریدو نیټه : 2010-01-05

 

سرچینه: د امریکا ان، بي، سي ټلویزیوني چینل

دامریکا رسنیویو تیره شپه د لومړي ځل لپاره خبر ورکړ  و چې دافغانستان په خوست ولایت کې  دامریکا دجاسوسۍ ادارې CIA په اډې کې ځان وژونکی حمله کونکی داردن وګړی وو کوم چې داردن جاسوسۍ ادارې د دوه ګوڼه عامل په توګه ګمارلی وو.


 دامریکا این بي سي ټیلي ویژن دلویدیځو هیوادونو دجاسوسۍ ادارو دمسولانو په قول وویل داردن دغه تبعه  عمام خلیل ابو ملال البلاوي چې دافغانستان په خوست ولایت کې په ځان وژونکي حملې کښې یې د CIA اته کارکونکي وژلي وو افغانستان ته دالقاعده ډلې له دوهم لمبر مشر ایمن الظواهري سره دکتنې دترسره کیدا لپاره استول شوی وو.
دامریکا NBC  ټلویزیون وویل چې په افغانستان کې داردن ددغه ښاریز ملګری داردن په جاسوسۍ ادارې کښې یو کپتان وو چې داردن حکومتي خبري اژانس هغه علي بن زید نومولی دی دامریکا دجاسوسۍ ادارې سي اي ای له ۷ افسرانو سره یوځاې په ځان وژونکي حملې کښې ووژل شو .


دامریکا دجاسوسۍ ادارې CIA  پخواني افسر او دسپینې ماڼۍ سلاکار بروس ریډل وویل داردن دجاسوسۍ ادارې دغه کپتان دهاشمي سلطنتي کورنۍ غړی وو نو ځکه داردن باچا او ملکې دهغه دجنازې په مراسمو کښې ګډون وکړ او هغه دیوه ملي اتل په توګه یادوي .


دلویدیځو جاسوسۍ ادارو مسولانو این بي سي ټیلویزیون  ته وویل داردن د جاسوسۍ ادارې دغه جاسوس همام خلیل ابو ملال البلاوي خپل اردنی ملګری تیره اونۍ وروباله چې ورته وواي چې دې دافغانستان په خوست کښې دامریکا دجاسوسۍ ادارې CIA  له یوه پلاوي سره کتنه کول غواړي ځکه چې دې دالقاعده ددوهم لمبر مشر ایمن الظواهري په هکله چې دمصر ښاریز دی مهم معلومات لري .


دامریکا دجاسوسۍ ادارې پخواني افسر او دسپینې ماڼۍ سلاکار بروس ریډل وویل داردن دغه ځان وژونکی په خپله دایمن الظواهري لخوا استول شوی چې حمله وکړي او ادعا وکړي چې دې دایمن الظواهري په هکله اطلاعات لري .


وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې دغه ځان وژونکی اردنی دامریکا یو مخبر وو نو ځکه په خوست کښې دسي اي ای اډې ته دورتلو په وخت دهغه تلاشي نه وه اخستل شوي .


دامریکا دجاسوسۍ ادارې سي اي ای پخواني او اوسني مسولان واي چې له اردن سره دامریکا ځانګړي اړیکې تیرو دیرشو کلونو ته ستنیږي او په اوسنیو کلونو کښې دغه اړیکې نورې ښې شوي دي تردې چې په اردن کې د CIA  اړونده مسول له کوم خنډ پرته د اردن دجاسوسۍ ادارې مرکز ته ورځي او هلته سندونه ګوري.