ګارډین: بریټانویان په هلمند کې د امریکایانو هرکلی کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31849

دخبریدو نیټه : 2010-01-09

ګارډین: بریټانویان په هلمند کې  د امریکایانو هرکلی کوي


سرچینه: ګارډین بریټانوۍ وررځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې  هلمند ولایت ته د امریکایې سرتیرو د را رسیدو په اړه یوه مقاله خپره کړي ده .

د ورځپاڼي په باور په هلمند کې دیره انګلیسي ځواکونه د امریکایې سرتیرو د راتګ هرکلی کوي او  انګریزي سرتیري احساس کوي چې د دغو سرتیرو په راتګ سره به د دوي د آرامتیا احساس وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه امریکایې سرتیري به د هلمند ولایت په هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې انګریزي عسکرو له طالبانو تشي کړي دي او امریکایي سرتیري به په دغو سیمو کې حکومتي واکمنۍ ته زمینه برابره کړي.

دمګړۍ د بریټانیا شاوخوا لس زره عسکر په هلمند کې ځآی پر ځای دي خو د تریاکو په دغه اصلي مرکز کې لا هم امنیتي حالت کړکیچن دی او تقریباً هره ورځ ترینه د وسله والو بریدونو او مرګ ژوبلو خبرونه را رسیږي.

ګارډین لیکي چې له نویو امریکايي سرتیرو سره د پراختیایې پروژو ماهرین او ملکي مرستندویان هم مله دي او هغوي به د هلمند   په اقتصادي انکشاف کې هغه پروژې پلي کړي چې پرې په ملیونونو امریکایې ډالر لګول کیږي.

ګارډین کاږي چې بریټانوي ځواکونه د پوځي هڅو تر څنګ په خپله هم اقتصادي پروژي پر مخ بیایې دا ځکه چې په افغانستان کې د هغو د حضور اصلي موخه د افغانستان د خلکو دفاع او پرمختګ دی.