ABC: تاوتریخوالی له سیمې کډه شوی، کرسټال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31953

دخبریدو نیټه : 2010-01-12


سرچینه: د امریکا اې بې سې ټلویزیون

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


په افغانستان کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ستنلي مک کریسټال له امریکایې ټلویزیون اې بي سي سره په یوه تازه مرکه کې  په افغانستان کې د پرمختګونو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواوکونو قوماندان ویلي چې د امریکایې  سرتیرو په زیاتیدو سره  د طاللبانو پر وړاندي سیمه تنګه شوي ده .

تیره میاشت امریکا په افغانستان کې د کرستال په غوښتنه دیرش زره سرتیري د خپلو سرتیرو پر پخوانۍ شمیره اضافه کړل.

هغه له اي بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې  وویل چې هلمند ته یې سفر کړی وو او زیاته یې  کړه چې هلمند د روان پرمختګ یو مثال دی .

کرسټال په خپله دغه مرکه کې وویل چې داسی سیمې چې اوه میاشتې دمخه  طالبان پرې حاکم ول او اوس مونږ پکې له مشرانو سره غونډي کوو دا ښیې چې زمونږ سرتیري په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دي او حالات هم په مثبت لوري د بدلیدو په حال کې.

دغه څلور ستوري امریکایې  جنرال زیاته کړه چې تاوتریخوالی له سیمې کډه شوی دی.

(( زه په دې باور یم چې په افغانستان کې مو د عملیاتو بڼه  او تګ لاره بدله کړي ده، دا اړینه ده چې  د افغانانو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره دوي ته ډاډ ورکړ چې مونږ یې ساتنه کوو، مونږ دوي ته قناعت ورکوو چې د هغوي اقتصادي حالت ته بدون ورکوو)).

جنرال کرسټال دوه اونۍ دمخه له حامد کرزي او یو شمیر نورو افغان چارواکو سره یو ځای د هلمند ناوې ولسوالۍ ته سفر وکړ او په یوه سنتي سماوات کې یې له خلکو سره چای وڅښل.

د هغه تر څنګ کرزي هم د افغان، بهرنیو او د هغه د خاصو ساتونکو په مینځ کې په داسي حال کې چې  د تور چای پایله یې  په لاس کې وه له مشرانو سره  په سیمیزه لهجه خبري کولي.

جنرال کرسټال زیاته کړه چې سرتیري به یې د هرې ورځي په تیریدو پرمختګونه تر لاسه کوي او له طالبانو څخه به د جګړې ابتکار خپل کړي.