نیویارک ټایمز: خونړی لاریون شخړي په ډاګوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32026

دخبریدو نیټه : 2010-01-14


نیویارک ټایمز: خونړی لاریون شخړي په  ډاګوي


سرچینه: نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په  خپله تازه ګڼه کې  د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ  کې د رواني اونۍ مظاهرې  په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .

ورځپاڼه کاږي چې دغه خونړی لاریون دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې  په څه اندازه شخړي موجودي دي.

د ګرمسیر د درویشانو د کوډلو د سیمې اوسیدونکو ادعا کړي وه چې بهرنیو ځواکونو چې په غالب ګمان امریکایان به ول قران کریم په برچو سوری کړی دی.

دغو قهرجنو خلکو د بهرنیو ځواکونو د همدې عمل په غبرګون کې لاریون وکړچې وروسته بیا په تاوتریخوالي بدل شو.

نیویارک ټایمز لیکي چې په هلمند کې د جګړو له پيل راهیسي ۳۶۵ تنه بریټانوي د ناټو او یو شمیر نور  امریکایې سرتیري وژل شوي چې د تلفاتو دغه شمیره د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله ډیره لوړه ده .

نیویارک ټایمز لیکي چې بارک اوبهاما به خپل یو شمیر نوي سرتیري په هلمند کې ځای پر ځای کړي او یو شمیر نور خو یې لا وختي په هلمند کې  ځای پر ځای کړي دي.

ورځپاڼه کاږي چې د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ هغه ستونزمنه سیمه ده چې د ۲۰۰۸ کال تر مې میاشت پوري د طالبانو په ولکه کې  وه خو وروسته بیا د امریکا سمندري سرتیرو د طالبانو له ولکې وایسته خو لا هم د دغې ولسوالۍ ګرد چاپیر سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

ګرمسیر له پاکستان سره په پوله پرته ده او د امنیت ساتل یې ډیر ستونزمن کار دی.

نیویارک ټایمز لیکي بهرنیو ځواکونو د ګرمسیر په مظاهره چیانو ډزي کړي وي چې پکې یې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولي وه.

نیویارک ټایمز لیکي چې اوس یو شمیر د مظاهرې ټپیان چې د بهرنیو سرتیرو د مرمیو ټاپي یې پر بدن اخیستي د  لښکرګاه روغتون ته را وړل شوي دي او دا هغه ژوندی ثبوت دی چې د ناټو سرتیرو په مظاهره چیانو مخامخ ډزي کړي دي.