کرکیټ :سريلينکاد دریو هیوادو اتلولي وګټله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32056
ضیاالرحمن سپین غر
دخبریدو نیټه : 2010-01-14

تېره شپه په بنګله ديش هيواد کې دريو ملکونو (انډيا ،بنګله ديش ،سريلانکا)دلوبډلوترمنځ پېل شوى ټورنامنټ دسريلانکادلوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېده . په نوموړي ټورنامينټ کې دريو هېوادونو په پيل کې له يوه اوبل سره سيالۍ وکړې.چې کورب هيوادونه انډيااوسريلانکاپاى لوبې ته ووتل په پاى لوبه کې پچه سريلانکاوګټله اولومړى دتوپ وهلو وار يې انډيا ته ورکړه هندي لوبغالو لوبه پيل کړه اوپه ٤٨.٢اورونو کې ټوله لوبدله په ٢٤٥ منډووسوځېده اومقابل لورې ته يې ٢٤٦منډوهدف وټاکه .دهندي لوبډلې لپاره سروېش رينا١٠٦منډې جوړې کړې .دسريلانکا لوبډلې ټاکل شوى هدف په ډېرې سختى سره د٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه اواتلولي ترلاسه کړه .

دياودنې وړ ده چې ددې ټورنامينټ غوره لوبغاړى دسريلانکا دټيم مشر کوماره سنګه کاره شو ،چې يو لانډکروزر موټر يې ورکړ .

ددې لوبې غوره لوبغاړى دسريلانکا نوى ځوان توپ غورځوونکى کوله سيکره شو ،چې دهندوستان څلورتوپ وهونکي يې وسوځول