Times: امریکا د جنوب قومانده په لاس کې اخلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32084

دخبریدو نیټه : 2010-01-16

 


LONDON: AFP

سرچینه: د انګلستان ټایمز ورځپاڼه


ژباړه او  ترتیب: میرویس جلالزی


(( امریکا د افغانستان په جنوب کې هدایت کونکی رول خپلوي))


د امریکا متحده ایالتونه غواړي د افغانستان په سویل کې د ټولو عملیاتونو رهبري په غاړه واخلي او د ټولو بهرنیو ځواکونو قومانده هم امریکایۍ وګرځوي.


د انګلستان چاپ ټایمز ورځپاڼي دغه خبر له یوه عالي رتبه انګلیس چارواکي څخه په نکل خپور کړی او زیاته کړي یې ده چې د افغانستان جنوب ته به د ۲۱ زرو تازه دمو امریکایي سرتیرو په راتګ سره د ټولو بهرنیو ځواکونو قومانده امریکا پر غاړه واخلي.


دمګړۍ د ناټو د  Regional Command South قومانده دوراني شکل لري چې کله د ایټالیا، کله د کاناډا ځیني وخت هم د انګلستان او کله هم د امریکا  او هالنډ پر غاړه وي.


ویل کیږي چې د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې به شاوخوا یوویشت زره امریکايي سرتیري د افغانستان جنوبي ولایتونو ته د دې لپاره را رسیږي چې دغلته د سرتیرو شمیر هغې جګړې ته کافي کړي چې له طالبانو، د مخدره توکو له قاچاقبرو او القاعدې سره روانه ده .
د  ټایمز د راپور په حواله چې د افغانستان په جنوب او سویل لویدیځ  کې به د امریکایي سرتیرو دوه لواګاني  ځای پر ځای شي چې پکې به د ټولو موجودو امریکایي سرتیرو شمیر دیرشو زرو ته لوړ شي.
د دغو امریکایي سرتیرو تر څنګ به په زرګونو تنه کاناډایي، بریټانیایې،  ډنمارکي، هالنډي او یو شمیر رومانیایې سرتیري هم موجود وي.
د ټایمز مجلې په راپور چې د سرتیرو د میشتولو او د هغوي د قوماندې د تحویل مراسم به د روان کال په دوهمه نیمایې  کې پیل شي.


د ورځپاڼي په لیکنه چې د بریټانیا دولت تر اوسه پوري د امریکا د دغه ډول یوه پلان په اړه خپل غبرګون ندی ښولی چې آیا بریټانیا دې ته چمتو ده چې په هلمند کې د خپلو میشتو سرتیرو قومانده هم د روان کال په دوهمه نیمایې  کې امریکايي ځواکونو ته وسپاري که څنګه.
د انګلستان په دفاع وزارت کې یوې باوري سرچینې ورځپاڼي ته ویلي چې د سرتیرو د قوماندې په دغه ډول یوه ساختمان باندي لا وختي د امریکاېې او بریټانوي قوماندانانو تر منځ بحثونه پیل شوي دي.