عصمت الله زهير، پښين
د شعر په هكله د بېلو بېلو پوهانو لكه څنګه چي بېل نظريات او عقيدې دي همداسې دشعر ويونكو بېل مكتبونه او مسلكونه دي، د زمان د تغيراتو د حوادثو په سكروټجنو موجو كي پړاونه غوڅوي چي د الفاظو بازيګر ورځينې لذتونه او بوى سازوي، د سپېڅلې عقيدې خاوندان د پرهر ژبې وياند وي، د ښكلا او رڼا لېواله يې د رنګونو او غضبونو ډك شكورونه تښتوي، د صحرا د جنون ورك بې نومه پراخې غېږې ته يې د جمال او جلال په مخصوص كيفيت ډالۍ كوي. ميخانو، طوافو، سجدو، توبو، آسمانو، حجابو او خلوتو ته يې را بولي، د خلوتي ګناهكارانو غوندې د ګناهګارو تېغو څنډې نه څټي، شاعرانه غرور ويښوي خلكو ته په لمبو كي ګلاب، خلك دښمن ځواكونو ته په ګلابو كي لمبې ويښوي، دا د فطرت تقاضه ده او شاعر ورځينې ا لهامي كيفيت تر لاسه كوي او د سړيتوب احترام ته خلك رابولي، ما د محمود غزنوي او د اياز په هكله ډېرې پيتاوي كيسې اورېدلې او هم مي ورپورې يو شمېر تشبيه شوي شعرونه لوستي دي. د محمود او اياز د مينې خوندونه خو لا ډېر څه را سپړي، د ( سلطان محمود غزنوي ) په نوم د پروفيسور محمد حبيب ليكلى او په اُردو ژبه سيد جميل حُسين عليګ ژباړلى كتاب و لوست، د كتاب د ليكوال غوندې لـه ما سره هم دا تلوسه سوه ولې سلطان محمود غزنوي د هندوستان په ټولو لښكركښيو حتٰى د سومنات د لښكركښۍ مهال يې هم تش د سرو او سپينو زرو او شتمنيو غوره كولو ته پاملرنه كوله چېرې يې هم په پرله پسې توګه اسلامي يا ملي سلطنت په هند كي ولې اعلان نه كړ؟
خو د شعر اورېدنې دومره لېواله و چي كم و زيات څلور سوه شاعران به هر وخت د محمود غزنوي په دربار كي حاضر اوسېدو او "عنصري" د ټولو سرتاج و. د "عنصري" فرض منصبي د سلطان مدح سرايي وه، محمود چي د زيات لالچي په توګه يې شهرت درلود د "رې" اوسېدونكى شاعر "غضايري رازي" ته د يوې قصيدې په ويلو څوارلس زره درهم ور بخښښ كړو او د ملك الشعراء "عنصري" خوله يې د يوې برجسته رباعي په ويلو درې واره د دُره ور ډكه كړه" خو زموږ د پېر محمود نه د چا شاعر خوله د دُره ډكوي نه ورباندې د درهمو زرين خونى كوي، زموږ د پېر ملنګ محمود درهمونه نه لري خو په خوله كي پټ دومره دُر مرجان لري چي په خلكو لا څه چي د وطن په كاڼو غرونو د غرو په اوږدو لمنو كي د مرغلرو خونى كول غواړي. د ښه شعر لېوالتيا زموږ و دې اياز ته لكه چي د هماغه محمود څخه په ميراث ورپاته وي او د خيال تڼاكې د سكروټو په موسم كي خوندي ساتل رښتيا چي د محمود ذوق او د اياز د مينې مستي او لېوالتيا غواړي ځكه خو يې شاعري د انساني شعور د ارتقاء پلوي د ماتو، ګوډو، شلو، ړندو او بې خونده رجهاناتو سركشي او نشتركشي كوي، اياز د لفظونو په چلند پوه او په فنكارانه صلاحيتونو پسوللى شاعر دى، د اياز په شاعري كي د نوي فكر او نوي انداز لـه كبله هغه توان شته چي د لوستونكو پام ځان ته را اړوي، د اياز د شعر دا كمال اياز، اياز ساتي، ولي ذهني او داخلي اذيت د اياز په شاعري كي د جمالياتي تصوف رنګ پيكه ساتي خو عمراني تجزيه يې نقادانو ته د نوو زاويو د سپړلو بلنه كوي، اياز په خپلو شعرونو كي پټ پټوڼى نه خوښي او نه چېري په خپلو شعرونو كي نيمګړى او پراسراره برېښي ځكه خو خپل لوستونكي ته د پټ پټوڼي پر ځاى شعوري تحريك وركوي او ټولنيزو تغيراتو ته يې رابولي. د شاعرۍ مقصد او افاديت د حافظ شېرازي په ګومان د ژونده فرار يا انكار نه وي، ژوند زېږول، ژوند ودان ساتل، په يخو زړونو كي تودې هيلې غځول، ژوند سمسورول، خوندونه او رنګونه پكې ځنګول وي، ځكه خو حافظ په دې عقيده دى چي هغه څوك زما په شعر كي عيب موندلى سي چي په يوه دانه دُر د خونده سېر نه شي.
كسآ گيرد خطا در نظمِ حافظ
كه نميش لطف در گوهر نباشد
د اياز په شعر خوندونو او لامحدوده رنګونو خپلې پردې د اياز د شعر په عيب په باريك بينۍ، عصري تنقيدي نوو رجحاناتو او تقاضو په اشتراك داسې غوړولې دي چي په اصطلاح په يوه دانه دُر د خونده سېر نه شي، د نوو فني رنګونو كړكۍ راخلاصې كړي نه چي د كركې د سكروټو ډك شكورونه راباد كړي، دا بيا مي په لمبو كي خيالونه تڼاكې واورين وجود مي د باد سره په غرونو باد نه شي.
د قلندر مومند سره د اياز دا عقيدت يا د عارف صاحب په ټكو د " تقابل ډغره" سر په سترګو.
زما غزل كومه خامي لري په ګوته يې كړئ
زما غزل كومه خوبي د قلندر نه لري
يا
زه خو هم خبرې په پښتو كوم
زه هم قلندر د زمانې يمه
ولې زما موخه دا ده چي تر "سباوون" وروسته لـه قلندر مومند سره هم د غزل او نظم لپاره صحتمدانه مواد پاته نه شو د غزل او نظم پرته يې د متضادو شكمنو رويو د زېږون لـه كبله يې نثر ته پاملرنه وكړه ځكه خو زه اياز ته وايم چي.
د وركې شپې ورك "سباوون" ته ! هيله من چي نه سې
عارف، ګوهر، ګران او دروېش لرو د كار وګړي
د افلاطون د قوله ستره بېخي ستره ګناه د الفاظو ړنده كارونه وي، د جناح روډ په يو هوټل كي ما و اياز ته د " آينې" د يو نظم ژباړه واوروله وروسته مي يوه غزل لـه ده نه هم واروېده د هغه غزل انګازې هر چېرې په هر وخت كي د ماسره پيوند پاته سوې دي. "انګازې" ځكه چي تش زما په ذهن كي يې مفهوم خوندي پاتې و، خو لـه ما يې بېخي زيات خوندونه لكه چي د عارف صاحب په برخه شو، رښتيا هم د هغه غزل په ارزښت كه څوك پوهېدلى دى نو عارف صاحب پوهېدلى دى.
لـه تا سره مي محبت كاوه، خو و مي نه كړ
ما به دا كار په هر قيمت كاوه، خو و مي نه كړ
د دې غزل دا شعر و ګورئ.
ما د تيارو لـه تورتمونو سره تېر كړ عمر
ما به لـه خاورې بغاوت كاوه، خو و مي نه كړ
پښتو ادب عمومي ( پښتو غزل ) په ځانګړې توګه د تاريخ د اوږدو رنځورو پېرونو په درشل كي يې مزاج مزاحمتي پاته سوى دى. د زمانو د اوښتونو او واټنونو د بدلون په بهير كي د پښتو غزل مزاحمتي مزاج هم لكه د پښتون كډه پر سر پاته شوى دى. هم بدلونونو ته توانمن هم ورځينې برخمن پاته شوى دى. د روښانيانو تر پېر را وروسته خوشحال بابا دا تيږه بېخي زيږه توږلې ده. ځكه خو يې شاعري تش "پېغام" نه د غورځنګ د هيلو توښ هم بادوي، د نوې مزاحمتي غزل په قطار كي د حمزه شينواري په غزل كي د مزاحمت هغه عنصر ( كوم چي د خوشحال بابا د غزل د مزاحمت مزاج و ) دومره قوي نه دى څومره چي د انفعالي او جمالياتي تصوف امكانات ورباندې غوړېدلي برېښي، ځكه خو يې اكثر غزلونه د انفعالي او جمالياتي تصوف ښې بېلګې لري.
عارف صاحب د مزاحمت په هكله داسې ليكي:
" د پښني ماحول په هنداره كي كه موږ د پښتو د ابندايي دور و شاعرۍ ته پاملرنه وكړو نو لـه هغه را هيسې بيا تر ننه پورې په پښتو شاعرۍ كي د منفي رويو پر ضد مزاحمت راغلى دى، په دې كي شايد د پښتنو د سيمې د جغرافيايي حالاتو هغه اړيكې هم شاملې دي كوم چي د يو شاهراه په حيث د پرديو يرغلګرو د سترګو خيرې وې او د هغه په نتيجه كي د پښتو په اولسي او باقاعده شاعرۍ كي د مزاحمت رنګ غالب وو دغه رنګ د همداسې حالاتو په بناء باندې د اياز په شاعرۍ كي غزونې كوي".
د صحتمندانه نوي مزاحمتي ادب د نېستۍ لـه كبله د اياز (خوب ) نظم د نوي مزاحمتي ادب ښه بېلګه بللاى شو. چي د وينو په دې لاهو شوي سيند كي موږ پايكوبي وراباڼي د يوې رژېدلې ژېړې پاڼې په هيله د اور او د وينو لـه دې ډنډه ژغورلاى كه مي نه شي د مزاحمت په ارتعاش كي د كاڼي ويشتو توان خو را بخښلاى شي. "تڼاكې د خيال" نظم ميجر رول هيلو ته د خوځېدو توښ وربخښي او د نظم پايڅوړ سندريزه او د نوي تجريدي پښتو نظم ښه بېلګه يې هم تجربه بللاى شو.
ښارونه ځان ته كوم ځانګړي ارزښتونه نه لري، كلي خو په خلكو ښايسته وي د هر كلي او ښار ځانګړې خوږبويي او ځانګړې رڼاوې يې د خلكو د مينې او خلوص څخه را زېږي، ما سره د كابل د تېرو كلونو د يادونو په ترڅ كي يوې پښتنې سندرغاړې په ساړه اسوېلي وويل " هر څه به جوړ شي ـ خو زما ښار به بيا چېري هم جوړ نه شي". د ژوند ټوكر، ټوكر وجود په وينو سور كميس ددې ښار د كورونو پر كړكيو د بيا را غبرګېدو زېرى كوي، د ژوند پر مرقدونو پايكوبي اتڼونو ته تمبلونه به وهي ولې چي د ارزوګانو په وارخطا ښار كي " د ظلم پر ضد درد هم د احتجاج جراْت ونه كړ" په غوڅو ژبو د غرڅنيو شنو لېوانو په منځ كي پراته چي ژوند ورځني امان غواړي، د نظم په وروستۍ برخه كي ميجر رول ته Round كردار د لفاظۍ او افسانوي آفاقيت پرته د نيچر ډياليسټك قدرونو پورې تكيه كوي، د جبر د شعور په اشتراك څركونه وهي خو په مجموعي توګه داسې نه برېښي خو د پښتو نوي صحتمندانه مزاحمتي ادب په زړه پورې څرك دى، د پښتو نوى مزاحمتي صحتمندانه ادب د سمسورتيا د مخه ژېړې پاڼې په بلګو كي د را ټوكولو موخه د څه او په څه ؟.
د راتلونكي نقاد دنده جوړېږي چي د اوسني پېر پښتو صحتمندانه مزاحمتي ادب د فلسطين او جنوبي افريقه د تور پوستو لـه ادب سره پرتله كړي او د نوي مزاحمتي ادب د "ټكي" تعين دي د زمان په اوږدو كي وشي ولې چي د "بيټ نيكه" دُعا د "امير كروړ" تر وياړنې را وروسته پښتو غزل په " مغولي" پېر كي د مزاحمت سره لاس ګرېوان شوې ده چي وروسته يې بيا په خپله بڼه كي بدلون راوستى دى. ددې بدلون په مقابل كي بدلون راوستل د صحتمندانه نوي مزاحمتي ادب د ټاكنې اساس جوړولاى شي. د تاريخ په عمل كي د توان او د روڼ اند لرونكو ډلو په تشكيل كي رياليستيكي نقادان ويړيا كومك كولاى شي هم دا په ګوته كولاى شي چي زموږ د تاريخ په معيار زموږ د غوڅو ككريو مينارونه څنګه او چا ودان كړو ؟.
د نړېدلو او بې توانه عقيدو مصنوعي، سماجي بې اعتبارۍ پورې د "تسپې" ( تسبيح ) په نوم آزاد نظم په پراخ منظر كي مېجر كردار او راڼه كردارونه څنګه او په څه ترتيب په مصنوعي عبادتي تيارو كي ړانده ساتي، موخه يې په مصنوعي او فكري عبادت كي پاوليان څارل وي، خو پرته د شعر په نثر كي و دې موضوع ته ښه وړتيا ور په برخه كېدلاى شي چي په نوې پښتو لنډه كيسه كي " فاروق سرور" دې موضوع ته ښه پراختيا ور بخښي.
" بې روح زړه" آزاد نظم د انفعالي تصوف څخه ( په داسي حالت كي چي هيڅ ذهني اړخيزه سراسيمګي ورپكې نه برېښي ) د جمالياتي تصوف په لور د هنر د بې ثباتۍ پرته د نوي انساني كړاوجن ژوند په مخ كي د درولو پاټكونو "طبقاتو" د غورځولو د توان توښ په رګونو كي تود ساتي، د جمال او عقيدې ګډ امتزاج د نظم په سنګارولو كي د سبقت هڅې په يوه و بل غوړېدلي نه برېښي. د الفاظو په چلند د شاعر بلدتيا، او په بشري پړي راښكېل د مينې تودې هيلې نظم ته آفاقيت وربخښي، په BLEND OWL ناول كي چي صادق هدايت د ( سِګ آواره لندې كيسې ) پرته د كوم ذهني اذيت سره مخامخ او د ژوند څخه يې زړه دومره را ډك شوى دى چي د ژوند څخه د مزار پولو ته ورګوري پاى يې هم داسې وكړو. كټ مټ همداسې اياز په "ډرامه" نومي آزاد نظم كي د رپاندو سترګو لـه پټ پټوڼي خوا تورى اېسي. د فنا كندو ته ژوند ور غورځولو ته يې زړه كيږي خو بيا هم د ژوند دا هنګامه ختمولو ته يې زړه نه غواړي.
د جدلياتي طرزِ فكر په رڼا كي د كائنات او فطرت اصول او د بشري ټولنې د ودې قوانين درك كول يو رښتونى حقيقت دى، د اياز په نظمونو كي د داسې حقيقتونو څركونه ليدلاى شو. ( زه كله داسې ومه) او نور نظمونه يې يادولاى شو چي د خپل رياليستيكي خدوخال لـه كبله د آفاقي قدرونو ژور ادراك لري.
د اُردو افسانوي ادب نقاد مولانا صلاح الدين ليكي چي :
" په تېرو پنځو لسيزو كي فرانسوي او انګرېزي ناولونو د ژباړې لـه لارې د اُردو ادب لمنه نوره و غوړوله. د "رينلډ زميري كوريلي" او " رائډر هيګرډ" ناولونه په زيات شمېر و ژباړل شول چي پكې فرانسوي ناول "هاجره" چي اصلاً هم په دا نامه د تركي ادب فرانسوي ژباړه وه. په اُردو ادب كي بېخي اغېزمن ثابت شو چي وروسته دېرش كاله پس يې " عصمت چغتائي" د
( ضدي) په نوم ناولټ چربه كړو په خلكو كي يې زيات محبوبيت و موند ".
دا دېرش كاله پس د " ايوب صابر" ( تصوير) چي د اياز " زه كله داسې ومه" ته چربه او كه د وخت او چاپېريال تقاضه ووايو؟
د پوهاند لـه قوله
" د وخت او چاپېريال تقاضې هر ساعت د بدلون سره لاس وګرېوان وي، شاعر ددغو تقاضو په چلند بلد وي او د شعر ا لهام ورځينې اخلي". رښتيا هم زموږ د چاپېريال هر وګړى هم دا پوښتنه ځوروي او هر وګړى يې د بل وګړي څخه پوښتي چي رښتيا هم " زه كله داسې ومه" خو افسوس په دې تروړ، تروړ لمبه، لمبه چاپېريال چي زموږ په نوې اجتماعي بربادۍ يې اساس تكيه كوي. داسې څوك هم پټه خوله شو چي پوښتونكي ته تش په اصطلاح دومره ووايي.
" داسې وم لكه ته ـ داسې به شې لكه زه"
د ژوند ساعتونه، د مقتلونو هندارې دي، هر چا په بې خپړو لاسو يوه، يوه هنداره ورځينې را اخيستې او خپلې الوتې بڼې ورپكې ګوري، او اطمينان ورځينې په برخه كوي. د اطمينان دا برخمني د هيلې وسيله ترتيبوي. او د هيلې دا وسيله د عدم تحفظ برعكس د تحفظ حصار را كاږي، د "يونظم" تر سرليك لاندې آزاد نظم د تحفظ د حصار برعكس د عدم تحفظ د احساس ترجماني كوي.
"ژوندونه !
زه هم ستا لانجو كي
بنديوان يم هسې
لكه ګلاب
تازه ګلاب چي وي بې وسه
د ازغو په بدرګه كي ولاړ"
د ازغو په ډنډورې كي را ټوكېدلى ګلاب ګويا ازغن ډنډورى په خپله ددې ګلاب د تحفظ دليل نه سي ګرځېدلاى؟
موږ زيات سپين زړي څوك يو، لمنې مو غوړېدلې دي د دود لـه كبله زموږ لمنې زموږ د هديرو غوندې پراخې دي چي ورسره اوس مو نړېدلې مېنې هم پراخې كنډوالې شوې. دا د فساد او كركې تخم كرونكو سره بلد يو خو ناهيلي مو دا ده چي بې مړوندو شو، ژوند و موږ ته د پايكوبي وراباڼو ورا ( جنج) هم د كربلا ډګر دى دا په دې چي موسم د يزيدخېلو دى او اياز څه ښه وايي.
د هر يزيد لاسونه و ګوره په وينو دي سره
په وير لړلې كربلا ده هره لاره د ژوند
د اياز په رنګ څو معياري غزل نظم ليكونكي لرو، پروفيسور فيض محمدشهزاد د "پالنې" په تېره ګڼه كي بېخي رښتيا ويلي و چي " موږ هر يو خپل فكر معيار ګڼو" دې ته په اندېښنه كي وم چي د اياز د غزل يوې مطلعې مي تلوسې نورې و پارولې. د والټېر د "كينډډيډ" ناول دا برخه را ياده شوه چي :
" كينډډيډ او فلسفي مارټن چي په فرانس كي يو لارښود كوچنى پادري تر هر څه لـه مخه كينډډيډ او مارټن يوه نندارتون ته بوتلو. چېرې چي يوه نوې الميه " غمجنه كيسه" ښكارېده، كينډډيډ د څه څالاكو څكښاندو خلكو په منځ كي ناست و خو بيا هم چي هر كله ده په كيسه كي ښكلې نظارې د اداكارۍ وليدلې نو بې اختياره يې و ژړل. د كينډډيډ پر څنګ په وقفه كي ده ته مخ را واړاوه ورته ويې ويل " صاحب ستا ژړا خو بېخي بې ځايه ده دا اداكاره خو ډېره بې كاره ده او هغه اداكار تر دغه لا بدتر او نقل خو د اداكارانو څخه لا هم بدترين. منظركشي د عربستان ښكاروي او ليكوال خپله د عربي په يوه ټكي نه پوهېږي.
كينډډيډ كوچني پادري ته مخ را وګرځاوه او تپوس يې وكړ
په فرانسوي ژبه كي څومره ډرامې ليكل شوې دي؟
" قريباً پنځه يا شپږ زره" پادري ځواب وركړ.
دا خو بېخي ډېرې دي څو به په دغو كي ښې وي !
" پنځلس يا شپاړس" هغه بل ځواب وركړ.
" دا خو بېخي ډېرې دي" مارټن وويل "
چي رانه يوړه خوشحالي بېلتون په نيمه بيه
څوك دى تيار زه وركوم ژوندون په نيمه بيه