العربیه:دالقاعدې د بریدونو ډیری قربانیان مسلمانان دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32557

دخبریدو نیټه : 2010-02-01

العربیه:دالقاعدې د بریدونو ډیری قربانیان مسلمانان دي

سرچینه: د العربیې عربي ژبی ټلویزیون

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د العربیې عربي ژبي  ټلویزیون د هغه تحقیق پایلي خپرې کړي چې د القاعدې ډلي د بریدونو پر مهال یې د مسلمانانو د مرګ ژوبلې په اړه تر سره کړي دي.

په دغه تحقیق کې موندل شوي چې د القاعدې د  ډلي د بریدونو پر مهال ولسي کسانو ته د مرګ ژوبلي ډیری برخه هغه مسلمانان دي چې په هیڅ راز جګړو کې ښکیل ندي.

دغه پایلې ښیې چې د القاعدې په بریدونو کې ۸۵ سلنه مسلمانان وژل کیږي.

دغه تحقیق د مرګ د مخکښانو په نامه یاد شوی چې  د القاعدې ډلي د عملیاتو د قربانیانو د معلومولو لپاره د امریکا د ویست پاینت  نظامي پوهنتون له لوري تر سره شوی دی.

په دغه تحقیق کې د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۸ کال پوري د نړۍ په کچه د القاعدې ۳۲۹ عملیات څیړل شوي اوپکې دغه پایلي موندل شوي دي.

په دغه تحقیق کې  روښانه شوي چې د القاعدې په بریدونو کې ۸۵ سلنه مسلمانان وژل شوي او پاتي ۱۵ نور یې غربيان او په خاصه توګه غیر مسلمان کسان دي.

په تحقیق کې دا هم روښانه  شوي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د القاعدې په ټولو بریدونو کې تر ۲۰۰ دیر غیر مسلمان کسان ندي وژل شوي.

القاعدې ډلي که څه هم د دغه تحقیق پایلي ندي منلي خو امریکا یې تورنه کړي چې په ګڼ میشتو سیمو کې  په خپله بریدونه کوي چې  د دغو سیمو خلک د القاعدې پر  ضد تحریک کړي.

العربیه ټلویزیون د دغه تحقیق د پایلو تر خپرولو وروسته د القاعدې ډلي د امریکایي غړي«آدم يحيي ګدان نظر خپور کړی چې وایې دا تحقیق  بي بنیاده دی.

د پوځي چارو ډیرو کارپوهانو په دې باور دي چې د دغه تحقیق پایلي صحت لري.

هغوي وایې چې د ویسټ پاینټ پوهنتون د دغه تحقیق پایلي او په عربي هیوادونو کې د نورو موسسو له لوري تر سره شوي سروي ګاني ورته پایلې په ډاګه کوي چې دا په خپله د ویسټ پاینټ پوهنتون د تحقیق صحت په ډاګه کوي.

کارپوهان وایې چې په پاکستان، یمن، اردن، عربستان، الجزایر او مغرب کې د القاعدې په تر سره شویو چاودنو کې چې په ګڼ میشتو سیمو کې شوي ډیری قربانیان یې مسلمان دي دا ځکه چې په دغو سیمو کې د محدودو غربیانو تر څنګ ګن شمیر مسلمانان موجود وي.

د القاعدې سازمان هغه فتوا چې پکې مسلمانان هم د القاعدې د دښمنانو تر څنګ د بریدونو پر مهال وژل کیږي د تترس په نامه  نومول شوي ده.

د تترس د فتوا په اساس د مسلمانانو د وینې تویول چې حرام کار دی د هغو کسانو  د وینو د تویولو پر وخت چې د وینو تویول یې مباح دي مباح ګرځي او په داسي وخت کې  چې دښمن له مسلمانانو څخه د انساني سپر په توګه کار  اخلي باید انساني سپر مات کړای شي او هیڅ راز ممنوعیت نلري.