India Times: ډهلی له طالبانو سره دخبرومیانجيګري کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32611

دخبریدو نیټه : 2010-02-02

سرچینه: د هند انډین ټایمز ورځپاڼه

ترتیب: میرویس جلالزی

د هند دولت د افغان دولت او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتو والی  وښود .

په داسي حال کې چې تر اوسه له هند څخه په رسمي توګه هیڅ راز غوښتنه نده شوي خو د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایس ام کریشنا دغې ورځپاڼي ته په مرکه کې ویلي چې هیواد یې دغې  میانجیګرۍ ته چمتو دی .

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس ایم کرشنا وایی چی دده ملک به شاید وغواړی چی د افغانستان د طالبانو سره خبري وکړی.

هغه په دغه مرکه کې چې نن خپره شوي ویلي دي چی هند به شاید د مذاکراتو کیدو ته زړه ښه کړی.

هغه دا تبصره وروسته له هغه وکړه چی په دې هفته کی په لندن کی د افغانستان په باب یوه نړۍ واله غونډه وسوه چی په کی تقریبا اویا ملکونو هغه پلان منظور کړ چی غواړي طالبان دي د پیسو په ورکولو سره پخلا او بیرته دي ټولني ته را ستانه کړای سی.

کریشنا وویل چی هند د طالبانو سره په درو شرطو معامله کولای سی: یو داچي هغوی د افغانستان اساسي قانون ومني، بل دا چی د القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړیکي وشکوي او دریم داچي د تشدد او حملو نه لاس واخلي.

هغه دا هم وویل چی دده په هیواد کی تجربې دا ښئي چی دا سخته ده چی دده په قول(( ښه او بد طالبان دي سره بیل کړای سی)).

هند د افغانستان سره ددې دپاره په ملیارډو ډالره بشري او پرمختیایي مرستي کړي دي چی د هغه ملک د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی او د اسلامي یاغیانو د فعالیتونو چی د هند امنیت هم تهدیدوي، مخه ونیسي.