منافقت څنګه په انسان کي راځي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32666
عصمت الله عزام
دخبریدو نیټه : 2010-02-04

 

بسم الرحمان الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
منافقت يولوی اوهلاکوونکی مرض دی،که په چاکي راغی نودهغه په بربادی اوتباهئ کي بياڅه شک نشته ،
داچي ولي په منافقانواودکمزوري يقين والاخلګوکي منافقت راځي ددې څه لاملونه دي که څوک له هغوځان وساتي نوانشاءالله له منافقت څخه به خوندي شي هغه دادي :

1.       ايمان په بليدلوکي داورپه څېردی لکه څنګه چي اوربوټو،ګاز،تيلواوداسي نورو توکوته اړتيالري
چي اورورباندي بليږي،که داورلپاره هغه توکي تيارنشي نوهغه اورمړکيږي،رڼائې ختميږي اوهيڅوک ترې فائده نشي اخيستلی.
           دايمان مثال همداسي دی  فائده مندعلم اوعمل صالح ته اړتيالري،که ئې څوک دغسي پرېږدي دمادې په چمتوکولوکي ئې هلي ځلي نکوي نورڼابه ئې ختمه اوځای به ئې منافقت ونيسي .

دې مثال ته قرآن کريم هم اشاره کړې ده الله تعالی فرمايې:(مثلهم کمثل الذي استوقدنارافلمااضائت ماحوله ذهب الله بنورهم وترکهم في ظلمات لايبصرون)ددې منافقانومثال دهغه چاپه څيردی چي اورئې بل کړ،کله چي اورخپل چاپيريال روښانه کړ،الله پاک ددوئ اورختم کړ،اودوئ ئې پداسي تياروکي پرېښودل چي لاره ئې  نشوی ليدلی ..
        منافقانوپه لومړي سرکي ايمان په ښکاره راوړ،خوبيائې دهغه ايمان صحيح مراعت ونکړ،چي په ترڅ کي ئې رڼا ختمه اوسوزيدل ئې پاته شول،نودايمان دخاوندلپاره  ضروري ده که غواړي چي دايمان څراغ ئې بل  واوسي دعلم نافع اونېک عمل کوشش بايدوکړي،که څوک دې ته فکرنکوي نوايمان ئې نشي ورسره پاته کيدلی.
2.       دايمان مثال ديوې شنې وني په څېردی چي هغه ميوه،ګلان،بيخ،شاخونه اوخوندوربوئ لري،ددې وني اصل اوبيخ صفاساتل،له هغه واښوئې خوندي ساتل چي وني ته تاوان رسوي ، ددې وني هروخت اوبه کول اوله غلوڅخه ئې ساتل داکارونه به  ئې مالک کوي بيابه له خپلي وني
څخه فائده اخلي. ايمان هم داغواړي چي دوحی په اوبو،دکتاب اوسنت په حکمت اودعمل صالح په اوبوسره به ئې خړوبه کوي۔له شبهاتو،بدعاتواوګناهونوڅخه به ئې په توبۀ نصوح سره څارنه کوي اوله افراط اوتفريط څخه به ئې مهذبه کوي بيابه ايمان هم د انسان سره پاتي شي اوهم به  په آخرت کي فائده ورکړي، که داسي نوي نوبياددې وني وچيدل اوکمزورې کيدل دوښوتروچيدواوکمزوره کيدو ډېرژراويقيني دي ددې کارلپاره دالله جل جلاله (دذات اوصفاتو)پيژندل ډيرضروري اواړين دي .
3.       مؤمن به تل دالله جل جلاله په ذکرکي مشغول اوسي،په هيڅ حالت کي به له الله جل جلاله څخه نه غافله کيږي که ئې زړه بيداروي اوکنه،چي کله دی هميشه دالله جل جلاله داحکاموپه عملي کولوبوخت وي نوپداسي حال کي نفاق دده زړه ته لاره نشي پيداکولی .
ددې برخلاف منافق داسي وي چي کله که لږرڼاورته پيداشي نوعمل کوي که نوي نوپرواه نلري،نوپدې وخت کي دده زړه ته نفاق لارپيداکوي اوپداسي ډول ورننوزي چي ده ته ئې احساس نه کيږي تردې چي منافقت ئې په زړه کي محکم اوکلک  شي هغه وخت ئې اثاراونښانې څرګندي شي،
دده عمل اودالله يادول دوام نلري بلکه چي کله خلګ په يوځای کي شتون لري دی هم عبادت کوي که خلګ نوي غافل وي،ددې په نتيجه کي چي له الله تعالی  څخه حيااوشرم  نلري،  عبادت دمخلوق په وجه کوي په زړه کي ئې دسزاپه ډول منافقت ننوزي .

الله پاک دي موږ ټولوته توفيق راکړي چي له هغوکاروځان وساتوچي دانسان دمنافقت سبب ګرځي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين