Western Mail: له افغان طالبانو سره د ایرلنډ تجربه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 32809

دخبریدو نیټه : 2010-02-08


Western Mail: لومړی له طالبانو سره خبري او بیا وتل

سرچینه: وسترن میل بریټانوۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د بریټانیا  په پارلمان کې د لبرال دیموکراتانو استازي Lembit Opik ویلي چې بریټانیا باید د ایرلنډ له معاملې څخه درس  اخیستی وي او په لومړي سر کې باید له طالبانو سره خبري وشي او وروسته بیا له افغانستان څه ووزي.

په شمالي ایرلنډ کې لوی شوی د بریټانیا د پارلمان دغه غړی په دې باور دی چې په نیویارک او واشنګټن باندي د یولسم سپټمبر تر بریدونو وروسته په افغانستان کې پیل شوی نړیوال کمپاین اوس په داسي یوه بدبختي د بدلیدو په حال کې دی  چې ګاوندي پاکستان ته هم خطر متوجه کوي.

ښاغلي اوپیک وویل چې د بشر د حقونو یوه بسته باید په افغانستان کې د طالبانو سره د مذاکرې لپاره وړاندي شي او د طالبانو له لوري د هغې د منلو وروسته باید بریټانوي سرتیري ژر له دغه ملک څخه  را ووزي.

وسترین میل ورځپانه کاږي چې په افغانستان کې د بریټانیا له نوي پوځي حضور وروسته تر اوسه پوري ۲۵۳ تنه بریټانویان په دغه ملک کې وژل شوي دي.

ښاغلي اوپیک چې د خپلې سیاسي ډلي په غونډه کې چې په سوانسیا ښار کې جوړه شوي وه د خپلو خبرو پر مهال وویل: (( مونږ  طالبانو ته په پوځي لاره ماتې نشو ورکولای دا ځکه چې د طالبانو په ډول پوځي ماشین نه مونږ او نور څوک لري، شوروي په افغانستان په سلګونو زره سرتیري لرل خو آخر ناکام شول)).

د ورځپاڼي په لیکنه چې د بریټانیا دولت په افغانستان کې خپله جګړه د دې لپاره مهمه بولي چې دغه هیواد د تروریستانو لاس ته ونه لویږي او د بریټانیا کورني امنتی ته خطر متوجه نکړي.

ښاغلي اوپیک په دې باور دی چې په افغانستان کې روانه جګړه به نه یوازي دا چې د بریټانیا
کورني امنیت ته ګټه و نه رسوي بلکې طالبان به نور هم د غرب پر وړاندي وقهروي.

د پارلمان دغه غړی  په دې باور دی  چې له افغانستان څخه د بریټانوي سرتیرو وتل به په اوږده مهال کې د بریټانیا له کورني امنیت سره مرسته وکړي .


نوموړی د یو شمیر خلکو هغه اندیښني بي ځایه بولي چې که بریټانوي سرتیري له افغانستان څخه ووزي نو افغانستان او د پاکستان یو شمیر سیمې به د تندلارو به مراکزو بدلي شي او وایې چې دا مفکروه بلکل ناسمه ده .


نوموړی وایې چې د سپتمبر تر بریدونو دمخه پاکستان بلکل مصون ځای وو او حتی په قبایلي سیمو کې به یې هم بهرنیان اوسیدل خو اوس ولي دغه سیمه نا امنه شوي زما په نظر چې د دغې نا امنۍ اصلي لامل په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو موجودیت دی.

د بریټانیا د پارلمان دغه غړی په دې باور دی چې د بریټانیا دولت باید له طالبانو سره مستقیمي خبري وکړي او هغوي ته اجازه ورکړي چې د  افغانستان په سیاسي ماشین کې یو ځای شي .

هغه وایې چې مونږ پخوا هم له ترهګرو او خپلو دښمنانو سره د خبرو تجربه لرو، په ایرلنډ کې.
د بریټانیا  په پارلمان کې د لبرال دیموکراتانو استازي Lembit Opik وایې چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات د شمالي ایرلند له مخالفینو سره د مذاکراتو په څير یوه معامله ده چې ما پکې لس کاله کار وکړ او پایلی یې  ټولي نړۍ ته د قناعت وړ وي.

نوموړی وایې چې د بریټانیا دولت د دغې معاملې لپاره له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې ونیولي او خبرو اترو ته یو واضح میکانیزم جوړ شو .

د ایرلنډ له اې  ار اې ډلې سره د خبرو په باب په لومړي سر کې یو شمیر نړیوالو مخالفت وښود خو وروسته بیا د بریټانیا دولت په استقلالیت سره عمل وکړ او له دغې  ډلي سره چې حکومت ترهګره بلل د سولې پر سر توافق وشو.
نوموړی زیاتوي کله چې د شمالي ایرلنډ له یاغیانو سره د سولې د خبرو آوازې خپرې شوي خلکوپه لومړي سر کې د افغانستان له طالبانو سره د خبرو اترو د آوازو په څير خپل مخالفت څرګند کړ خو تر جنګ جنګ، خبري خبري ښي دي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې لبرال دیموکراتان په یوه خوله له افغانستان څخه د بریټانوي سرتیرو وتل غواړي خو د سیاسي جریان لپاره د یوه داسي میکانیزم د غوره کولو غوښتنه کوي چې پکې د افغان دولت مخالفینو ته هم برخه ورکړل شي.
Feb 8 2010 by David Williamson,
Translated by Mirwais  Jalalzai