رويټرز: سمندري سرتیري د پرمختګ ادعا کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33093

دخبریدو نیټه : 2010-02-16


رويټرز: سمندري سرتیري د پرمختګ ادعا کوي

سرچینه: رویټرز خبري آژآنس

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د امریکا سمندري ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته په تر ټولو سترو عملیاتو چې د مشترک په نامه نومول شوي د پرمختګ ادعا کوي خو د ناټو یوه ویاند ویلي چې د پرمختګونو سره سره د طالبانو هغوماینونو د دوي د چټک پرمختګ مخه نیولي چې په سرکونو او لارو کوڅو کې یې ځای پر ځآی کړي دي.

رویټرز لیکي چې دا عملیات وروسته تر هغه چې بارک اوبهاما افغانستان ته د دیرشو زرو نویو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه د هغوي لومړۍ آزموینه ده.

اوبهاما ویلي وو چې دیرش زره سرتیري به افغانستان ته لیږي خو دغه سرتیري به له نورو عسکرو سره په ګده له افغانستان څخه امریکايي سرتیرو ته تر کال ۲۰۱۱ پوري د وتلو زمینه برابروي.

د سمندري ځواکونو یوه کپټان ابراهم سایپ رویټرز  آژانس ته ویلي چې مشترک ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، او سرتیري د هغو بمونو او چاودیدنکو توکو د خنثی کولو په برخه کې په پوره احتیاط کار کوي چې طالبانو د دوي د پرمختګ د مخنیوي لپاره له یوې میاشتې را پدې خوا په لارو کوڅو کې ځآی پر ځای کړي دي.

نوموړي قوماندان دا و نه ویل چې څومره مخالفین په دغه جګړه کې تر اوسه پوري وژل شوي دي خو د دوشنبې په سهار افغان چارواکو وویل چې شاوخوا پینځه دیرش طالبان یې تر اوسه پوري وژلي دي.

رویټرز لیکي چې د مارجې په ډیرو برخو کې د طالبانو ډیر کم مقاومت ولیدل شو، خو په ځينو سیمو کې سمندري عسکر له لږ مقاومت سره مخ شول خو بیا هم سرتیري د ماینونو له ویرې ډیرې په آهستګۍ سره عملیات پر مخ بیایي.

افغان چارواکو بیا رسنیو ته ویلي چې مقاومت موجود دی .

د افغان اردو یوه جنرال غلام محی الدین غوري څخه په نکل رویټرز لیکي چې تیره شپه او نن ورځ په یو شمیر پراګنده اهدافو باندي د طالبانو او مشترکو ځواکونو له لوري جګړه شوي او دښمن ته درانده تلفات اوښتي دي.

مخکې تر مخکې پرمختګ:

افغانستان دمګړۍ د اوبهاما د بهرنۍ پالیسۍ په سر کې ځای لري او کیدای شي او په  دغه ماموریت کې به د هغه پاتي راتګ او ناکامي د هغه ریاست جمهوري ته سخت تاوان ورسوي.

د رویټرز په باور په هلمند کې د عملیاتو بریالي توب په دې پوري تړلی چې آیا سیمزه حکومتي اداره به د خلکو باور تر لاسه کړي او آیا افغان دولت به وکولای شي چې د مارجې تر تصفیې وروسته دغې ولسوالۍ ته د طالبانو له بیا راتګ مخنیوی وکړي؟

دا هغه پوښتني دي چې وخت به ورته ځواب ووایې.

ناټو اوافغان ځواکونو هڅه کوي چې په مارجه کې ملکي تلفات صفر ته را ټيټ کړي او مشترکو ځواکونو د سیمې خلکو ته خبر ورکړی چې د عملیاتو پر وخت له خپلو کورونو څخه و نه وزي.