ګارډین: حامد کرزی د انتخاباتو د څارډلي مشر شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33275

دخبریدو نیټه : 2010-02-23

ګارډین: حامد کرزی د انتخاباتو د څارډلي مشر شو


سرچینه: د بریټانیې ګارډین ورځپاڼه


رپوټ: جان بون


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګنه کې د افغانستان د انتخاباتو د ناظرې ډلي د نوي مشر په اړه یوه لیکنه خپره کړي ده .


ګارډین لیکلي چې حامد کرزي د انتخاباتو د کمیسیون د څارنې د ډلي مشري په غاړه اخیستي.
ګارډین کاږي چې حامد کرزي په ډیرغوصه له بهرني دیپلومات څخه د افغانستان د انتخاباتو د څارنې د ډلي مشري پر غاړه واخیسته.


(ECC)  یا د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون چې په تیرو ولسمشریزو انتخاباتو کې یې د حامد کرزي تقریباً یو ملیون رایې د درغلیو په سبب باطلي اعلام کړي وي دری بهرني غړي لري.


ګارډين لیکي چې د افغان ولسمشر د یوه نوي حکم پر اساس، ولسمشر دا حق لري چې په خاصه توګه د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون پینځه غړي په خپله مقرر کړي.


ګارډین لیکي چې د حامد کرزي له لوري د انتخباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د افغاني کولوپریکړه هغه مهال وشوه چې پارلمان په ژمنیو رخصتیو کې وو.


ورځپاڼه لیکي چې د کرزي دغې پریکړې غربي ديپلوماتان سخت ښورولي دي، هغه ديپلوماتان چې د افغانستان په را روانو پارلماني انتخاباتو کې د احتمالي درغلیو په اړه شدیده اندیښنه لري.


ګارډین لیکي چې د کرزي د دغه اقدام عاقبت به نه یوازي دا چې د پارلمان اعتبار ته زیان ورسوي، بلکه دغه اقدام به تر هر څه ډیر د نړیوالو هغه هڅي پراګنده کړي چې د طالبانو د ځپلو او افغان دولت د په پښو درولو لپاره یې په لاره اچولي دي.


یوه غربي ديپلومات ګارډین ته ویلي چې حامد کرزي هغو غربیانو ته چې د افغانستان له ولسمشریزو انتخاباتو سره یې د ملیونونو ډالرو مرستې کړې دوه ګوتي ورکړي دي.


هغه وایې، افغان ولسمشر هغه مهال د انتخاباتو د شکایتونو د کمیسیون دری بهرني مشران تر خپل یرغل لاندي راوستل چې پارلمان رخصت وو او ده د ملګروملتونودسازمان له لوري د دغو خارجیانو پر ضد نوې لایحه تصویب کړه.


ګارډین لیکي چې د دغه کمیسیون کاناډايي مشر او د هغه دوه غیر افغان ملګري چې په تیروانتخاباتو کې یې د درغلیو په اړه پراخي پلټني پیل  کړې وې د کرزي د دغه ګزار ښکار شول.


ګارډین لیکي چې کرزي په تیرو انتخاباتو کې ۹۵۴۵۶۲ په درغلۍ تر لاسه کړي وي او د دغو رایو په باطلیدو سره انتخابات دوهم رونډ ته ولاړل خو د دوهم ځل له پیل کیدو څو ورځي دمخه د هغه نږدې سیال ډاکټر عبدالله عبدالله  په انتخاباتو کې خپل نه ګډون اعلام کړ او کرزی د ملګروملتونو د سرمنشي له لوري ولسمشر اعلام شو.


ډاکټر عبدالله عبدالله وایې چې د تیر ځل په انتخاباتو کې د بهرنیو ناظرینو او کمشنرانو شتون یوازنی هغه لامل وو چې دغه هیواد یې له کاملې اشفتګۍ اوبربادۍ څخه وژغورل.
هغه ګارډین ته ویلي، د کرزي دا اقدام چې د څارنې ډلي مشرې یې پر غاړه اخیستي یو روښانه په شاتګ دی او پارلمان او نړیواله ټولنه باید د کرزي د دغه اقدام په اړه جدي غبرګون وښیې.


عبدالله عبدالله وایې که مونږ په اوسنیو شرایطو کې چې نن پکې واقع یو پریښودل شو هغه کوششونه به له جدي خطر سره مخ شي چې په نظامي ډګر کې تر سره کیږي.


ګارډين لیکي چې غربي ديپلوماتانو ګواښ کړی چې که کرزي د دغه کمیسیون مشري پر غاړه واخلي نودوي به له کمیسیون سره خپلې مرستې قطع کړې او له افغانستان څه به ووزي.
ګارډين لیکي چې کرزي تر اوسه د انتخاباتي شکایتونود اوریدو د کمیسیون افغاني کولو ته د خپل پټې علاقې په اړه څه ندي ویلي خو دیپلوماتان په دې باور دي چې د قانون له مخې کرزی دا صلاحیت نلري چې د دغه کمیسیون کسان بدل کړي .


خود کرزي منطقي استدلال دا  دی چې پارلمان نشي کولای د حکومت پریکړه له دیرش ورځي ځنډ وروسته بدله کړې.


دیپلوماتیکو منابعو ګارډین ورځپاڼي ته ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کې ایډې هم له حامد کرزي سره د یوې شخصي معاملې وروسته چې د هغه دوه بهرني کارکونکي یې له دغه کمیسون څخه بي صلاحیته کړل سخت ناراضه شوی دی.
خو دا په دې معنی  ده چې کرزي اوس د دغه کمیسیون په مشرتابه کې بیلانس برقرار کړ او اوس به بهرنیان  په دې و نه توانیږي چې د  ده فرمایشات چلنج کړي.