د لوى احمدشاه بابا د علمي او كلتوري مركز د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3371

دخبریدو نیټه : 2005-08-03

كل نفس ذائقه الموت

په ډېره خواشيني سره خبر سولو چي د پښتو  تكړه ليكوال او نوماند تاريخپوه ارواښاد ډاكټر حبيب الله تږى هم د ورپيښي ناروغى له كبله د پردېسۍ په ديار كي له دې نړۍ څخه وكوچېد.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد تږي د پښتو تكړه ليكوال او د كابل پوهنتون پخوانى استاد و چي د خپل زيار او هڅو په نتيجه كي يې زيات شمېر شاګردان روزلي او د دې ولس د ادب، فرهنګ او تاريخ د لا روښانه كولو لپاره يې شپه او روځ كار كړى.

د لوى احمدشاه بابا علمي او كلتوري مركز او د دغه مركز څخه د خپرېدونكي مجلې (هوډ) اداره د پښتو د دغه لوى او تكړه ليكوال مړينه د افغان اسكېرلي ولس لپاره يوه ستره او نه ډكېدونكى تشه بولي، د لايزال خداى له لويه درباره د ارواښاد تږي لپاره د هغې نړۍ د ښو او ښاديو غوښتنه كوي او د هغوى د كورنۍ، دوستانو او علاقمندانو سره په دې ستر ناورين كي ځان شريك بولي.

 

د لوى احمدشاه بابا علمي او كلتوري مركز

او هوډ مجلې اداره _ كندهار

مطيع الله روهيال