افغان زده کونکو په قاهره کی اتلوالی خپله کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33879
میرویس خوږیاڼی
دخبریدو نیټه : 2010-03-15


منځنی ختیځ قاهره مصر
پرون د قاهری په پوهنتون کی د بهرنیو زده کونکو لپاره جوړ شوی فیستیوال چی دری ورځی به دوام وکړی افغان زده کونکو هم په کی ګډون کړی دی .
دغه میله چی لومړی ورځ یی رسم ګذشت ‌، دوهمه ورځ یی لوبی او دریمه ورځ نندارتونه دی ټاکل شوی ده چی صبا پای ته ورسیږی .

نن چی د پروګرام دوهمه ورځ وو افغان لوبډلی وکولای شو چی د ولیبال اتلوالی خپله کړی او څلور لوبډلی تر شا پریږدی .
په قاهره کی میشت افغان زده کونکو نن لومړی لوبه د روسیه سره پیل کړه چی له ګټو ورسته یی سوډان مخی ته و درید.
د سوډان له ګټلو ورسته سره له دی چی لوبغاړی ستومانه ښکاریدل خو بیا هم د قزاقستان لوبډلی ته یی ماتی ورکړه او فاینل ته ووت .
فاینل لوبه یی د اندونیزیا د لوبډلی سره تر سره کړه چی دوه میدانه یی سر پر سر وګټل او اتلوالی خپله کړه .
ټاکل شوی ده چی صبا به د قاهری په پوهتنون کی چی د پروګرام ورستی ورځ افغان ولیبال لوبډله خپله لاسته راوړنه تر لاسه کړی .

د یادونی وړه ده چی هر کال دا پروګرامونه د قاهری په پوهنتون کی تر سره کیږی او افغان زده کونکی په کی ښه څلیږی .
په قاهره کی د افغان زده کونکو د ټولنی یو تن مسئول او لوبغاړی شمس الهدا د افغان دولت څخه وغوښتل تر څو په بهر کی میشت افغان زده کونکو ته ډیره پاملرنه وکړی او د همداسی پروګرامونه د پلی کولو لپاره دی ورته زمینه برابره کړی تر څو وکولای شی چی ګران هیواد افغانستان نوم اوچت کړی .