دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (۱۹ برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 34162
محمد شفیق حقپال
دخبریدو نیټه : 2010-03-23

په ټکنالوژی کې دمېږیانو لښکر
څو چې د مېږیو وادی ته ورسېدل ، یو ه مېږی نوروته وویل چې ای مېږیانو ټول خپلو کورونو ته ننوځی داسې نه چې دسلیمان لښکر تاسو په ناپوهی سره ترپښو لاندې کړی. (النمل ۱۸).

دمېږیو وادی دمشخصو مېږیو ځانګړې ځای ته اشاره کوی برسېره پردی دمېږیو پرخبروباندې  دسلمیان (ع) پوهیدل په ټکنالوژی کې یوه بله وړاندوینه ده. دنړۍ دټکنالوژی مرکز دسلیکان دوادی Silicon valley په نامه یادېږی . په زړه پوری ده چې دسلیمان (ع) په وخت کې دمېږیو له وادی نه خبرې کېږی ، کیدای شی  الله (ج)  زموږ پاملرنه په راتلونکې کې دتکنالوژۍ پرمختګ ته راګرځولی وی.

دمېږی اونورو ژوو ماډل په مصنوعی روبات Robot  کې هم په ډیره کچه کارول کېږی. دمېږی دماډل ښه بېلګه د مصنوعی مېږیودلښکر پروژه ده چې دنړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې شته. دامریکې دویرجینیا پوهنتون پوهان په دې هڅه کې دی څو چې دمصنوعی کوچنیوژوو لښکر چې ارزانه اوآسانه وی جوړ کړی، دغه پروژه چې په رسمی ډول پرمخ بېول کېږی داسې روښانوی:  "دغه مصنوعی ژوی په ډلییزه توګه هوډ کوی اوکړنه سرته رسوی.ددغو ژوو برېښنایی اومیخانیکی جوړښت دمېږیو دټولنې دکاردډول له مخې جوړه شوې دغه لښکر دمصنوعی مېږیو Army-Ant Robot  په نامه یادېږی".
په لومړی سرکې دغه لښکر دلېږد رالېږد لپاره جوړشوی وو ، هغوی دنده لری څو چې په اتفاق سره یودروند شی له یوه ځای نه بل ځای ته ولېږدوی اووروسته څرګنده شوه چې دنورو دندو لپاره هم کارترې اخستل کیدای شی.دبېلګې په ډول په لاندې کارونو کې کارترې اخستل کیدای شی:

·        دهستوی انرژۍ پاکول او له هغه نه دفضله موادو لرې کول.
·         ماین اېښودنه
·        ماین پاکونه 
·        دسیارو له سطحې نه څېړنه
·         ساتنه  یا پهره

اسرائيل واگنر په دې هکله داسې وایی: "مصنوعی مېږیان ساده مخلوقات دی چې دیوه کنټرول کوونکی له لاری اوهم مخکی له مخکې دپروګرام ورکولو له لارې نه تنظیمېږی اوورکړشوی دندې سرته رسوی.  دریمه لار داده چې دغه مېږیان داسې جوړېږی چې یو له بل سره دهمکاری حس ولری اوپرته له مخکینی پروګرام نه یوله بل سره کاروکړی. په بېلابېلو اړخونو کې په دې اړوند څېړنې دوام لری اودغه مخلوقات بېلابېل کارونه لکه دکورونو، پاکونه دماین پاکونه او هم نورو سیارو کې څېړنې سرته رسولی شی ".
دبېلګې په ډول مو ولیدل چې دمېږیانو ټولنیز ژوند دنننیوډیرو پروژو بنسټ جوړوی . له همدې کبله  الله (ج) دمېږیو دوادی موضوع په قرآن کې یاده کړې ده. دمېږیونوم اخستنه کیدای شی دې ته اشاره وی چې انسانان دهغوی ژوندانه ته په پام سره ټکنالوژی جوړه کړی (و الله  اعلم).


 اتومی انرژی اوانشقاق
الله (ج) دانه او هسته بېلوی اوژوندی له مړی اومړی له ژوندی نه راباسی. (الانعام ۹۵).
د حب (دانه) بېلول یا سوری کول اود نوی (هسته) کیدای شی داتوم انشقاق ته اشاره وی. دنوی عربی کلمه دهستې مرکز اوداتوم دهستې په ماناده . برسېره پردې دغه موضوع له ژوندی نه دمړی راویستل او دهغه برعکس کیدای شی دې ته اشاره وی  چې الله (ج) انرژی له مادې نه اوماده له انرژۍ نه مینځ ته راوړی. له ژوندی منظور ماده ده او له مړی منظور انرژی ده ځکه دې مادې په مینځ کې اتومونه اواجزاوی یی دی ځکه په خوځښت کې وی اوانرژی خو خپله په خپل مېنځ کې خوځښت نه لری. پوهان انرژی دکارکولو دځواک په مانا پېژنی . ټول مواد له مالیکولونو جوړ دی اومالیکولونه له اتوم نه جوړشوی چې خوځښت یی کولای شو ترالکترونیکی میکروسکوب لاندې ووینو . دشلمې زیدیزې پېړۍ په لومړیو کې البرت اينيشتين نظر ورکړ چې ماده په انرژۍ بدلېدلی شی اووی ویل چې ماده اوانرژی داتوم په سطح یو له بل سره اړېکې لری . نو له مړی نه دژوندی  روایستل کیدای شی له مادې نه دانرژی راویستل وی.

اوس پوهان کولای شی چې اتوم اوهسته یی ماته کړی ، دانشتین له فرضېې څخه په الهام اخستلو پوهان وتوانیدل چې هسته شق کړی او له هغه نه ډیره انرژی آزاده کړی . دفالق کلمه دهستې  دشق کولوپه مانا ده چی له کبله یی ډیره انرژی لاسته راځی .
دالانعام دسورې د ۹۵ آیت ټاکنه ډیره په پوهې سره شوی اوکیدای شی دا به اتومی چاودونو اودانرژی نه ګټې اخستنې ته اشاره وی.  (و الله اعلم).