ليكوال : عبدالسلام اتابايف
ژباړن : باركوال مياخيل
كله چې هم له خپل اوسني هېواد دوشنبې څخه اسفرې ته دتګ موقع تر لاسه كړم ، نو دپلار قبرته، خپل پلا رني كلي ته ارو مرو ځم . دهغه پر ابدي كور باندې دچنار يوه هسكه اوګڼه ونه ولاړه ده . زه تر هغې لاندې كېنم او د باد له امله دبې شمېره پاڼو سورندې اورم. څو كاله وړاندې داونه دلته نه وه ، دا زما ښه په ياد دي .ګوره چې داونه چا لګولې ده ؟ ادې اونانا مې هم نه وه لګولې ، كه چېرې هغوئ لګولې واى نو ارومرو به يې ماته ويلي واى ، دمرستې لپاره به يې خامخا زه له ځانه سره بوولاى واى …وچ پر همد غه ځاى باندې خو دا خپله هم نه شواى را !شنه كېداى ، كه راشنه كېداى شواى ؟
زه دپاڼو سورندې اورم او چورت وهم چې زما پلار زما څنګ ته ولاړ پټ _ پټ ماته وايي چې زه د دغې ونې په بڼه بېرته را ژوندى شوى يم. ښاخونه هم اټكلا ً په نا څر ګنده تو ګه له ځنګېدونكو او د ورغوي غوندې له پلنو اوپر له پسې سورندې لرونكو پاڼو څخه ښويېدل.دغه ماته څه ويل غواړي؟زما پلار ماته څه ويل غواړي؟...زه ټيټ سر پټه خوله ناست و پلار خبرې اورم.
دچنار دغه ونه چې د بابا پرقبر ښكاره شوه نو زموږ كليوالو د ده په ياد كې هديرې ته دتللو ټولو لارو څنډو ته دچنار ونې ولګولې اوكله چې داغټې شوې نو ټوله لاره په سوريو وپو ښل شوه ، چې هغه سيوري ددې چا پېريا ل هر شي ته څه نور ښايست هم ور و باښه .
زه به لا د درېيو كا لو وم چې پلار مې سنګر ته تللى و او زما دهغه څېره په ياد نه وه ، بس يوا ځې دا يوه خبره مې ياده وه او هغه دا چې دهغه برېتونه او ږده ،تور تور دي ، ځكه خو چې كله هم كوم نا بلده برېتور سړ ى ووينم ، نو په وارخطايۍ سره داچورت وهم چې دا زما پلاردى كه نه ؟ په هغه سړي پسې تر شا ، شا ځم ،دهغه څېرې ته ګورم او په دې هيله يم چې ګوندې هغه به ما ته وګوري او و به خاندي زما خپل پلار ، دهغه ونه ، بڼه اورنګ هيڅ هم په يادنه وو او برېتونه خو نو بيخي د ډېرو خلكو وو . زما انا او مو ر دواړو ماته ويلي وو چې دهغه سترګې كوم رنګ دي ، پوزه او وروځي يي څنګه دي ، خو بيا هم زما دهغه څېره نه په زړه كېده . بس يو اځې دهغه برېتونه مې ستر ګو ، سترګو ته كېدل ، خو زه به له دې چورت څخه ډاډمن شوم ، چې جګړه به ژر ختمه شي ، هغه به كورته راشي او زه به يې په خپله ووينم چې هغه څنګه دى .
مادهغه د راستنېدو په تمه ورځې په ګڼلو،ګڼلو تېرولې اود سړك پر څنډه به څو ساعته پر له پسې ولاړوم .وروسته زموږ څنګلورې حنيفې ترور ته يو ليك چا راوړ، چې په هغه كې ورته خبر وركړل شوى و ، چې دهغې مېړه په سنګر كې و وژل شو او زه خبر شوم چې زما دملګري سراج له سره دپلار سيورى ايسته شو . دهغوئ له كوره دژړا اوناورين غږونه واورېدل شول او دماتم په دې ګړۍ كې دټول كلي خلك دتسلۍ او خو اخوږۍ لپاره دهغوئ كره راغلل. تر پېښې وروسته يو شكمن غوندې ډار زما زړه وچيچه ، ځكه چې ما خو داسې ګڼله چې هر سړ ى به له جګړې څخه ژوندى او روغ رمټ خپل كورته راستنيږي . جنګيالي به په سنګركې فسطايانو( دښمنانو) ته ماتې وركړي ، دهغوئ ټېنكونه او الوتكې به ټوټې ، ټوټې كړي او بيا به كورونو ته را ستنيږي . تر كومه وخته چې دسراج دپلار په اړه كوم ليك نه و ترلاسه شوى ، ما همداسې فكر كاوه ، خو اوس راته څرګنده شوه چې د جګړې مخ بېل شى و . خلكو خپل ځانونه قربانول اوهملته په سنګر كې به يې ښخول زما زړه له همدغې اندېښنې څخه ډېر سخت په ډار كې و ، چې همداسې پېښه چېر ې زماله پلار سره ونه شي ..... خو زما ټول وجود چيغې كړې : `` يه ! زه ارو مرو خپل پلار وينم ! زه يې ليد ل غواړم چې هغه څنګه دى ``!
تر دې لومړي ليك وروسته زمو ږ دسيمې ليك رسوونكى ، د اوږدې .ږيرې وال رحمت بابا چې به كله هم زموږ كره راته ، نو مو ږ ټول ،انا ، زما مور اوزه به د ډول ،ډول اندېښنو له امله داسې شوو لكه ګوزڼ چې وهلي يو . دبې باورۍ په حال كې دغه شېبه چې له ختمېدو وتلې وه ، زموږ تر پښو لاندې به ځمكه رېږدېدله ، زړه به مو تر تلو ولوېد او پر ستر ګو به مو تياره شوه ، خو څر ګنده ده چې ماته د دغو خبرو اندازه هغه وخت وشوه ، چې زه ژڼى شوى وم .
رحمت بابا هو ښيار سړى و ، پو هېده چې د ده په راښكاره كېدلو سره به زمو ږ څه حال شي ، ځكه خو هغه زموږ داندېښنو د وركولو لپاره دستي ، له لرې څخه په لوړ غږ داسې ويل :
`` ډارېږئ مه ``.....
او موږ به دستي ډاډمن شو و ،زما انا به چې ملايې دډېر عمرۍ له امله كروغه شوې وه ، په را ولاړېدو سره وويل : `الحمد لله `` او دخپلې لاټۍ په مرسته به څه نوره هم پر ملا كږه شوه . ما به درحمت بابا دكو ټ لاندينى څاك ښوراوه اوله خو شالۍ به مې لويه چيغه وكړه .
`` دبابا جان ليك كوم دى ؟ مهربانې به دې وي د بابا ليك را كړه نو ،`` ! ما به هغه ته خواست وكړ .
مور به مې خپل لاس په احترام سره دهغه پر اوږه كېښود،دګوتو پر سرو به يې خپلې سترګې ښكل كړې او بيا ، بيا به يې ويل : `` خداى دې تا تل ژوندى اوروغ رمټ ساتي .``
د رحمت بابا خبرې ``ډارېږئ مه `` به زموږ له زړونو څخه اندېښنې وركې كړې او موږ ته به يې حوصله راكوله د دې خبرې ما نا دا وه ، چې ګوندې هغه دمرګ خبرنه ،بلكې دكوم ګران كس ليك يې راوړى دى .كوم ليك چې به راغى نو ډېرپه مينه سره به له سترګو سره لګېده او ليك راوړونكي ته به دهغه پر ډېر ټينګار او انكا ربرسېره خواږه مميځ يا كيشتې وركول كېدې ، خو رحمت بابا به چې دچا د كور وره ته ورورسيده ،پټه خوله به ټيټ سر و درېد ، نو د كور خلكو ته به دستي څرګنده شوه چې هغه د خوا خوږۍ څرګندونه كوياو خلك چې به چېرې وو ،هملته به د غم له زوره لك بت پر ځاى ولاړشو .
رحمت بابا به دخپلې هو ښيار تيا په سوب چاته دمر ګ خبر نه وركاوه ، دمړ ه شوي كس كورنۍ او خپلوانوته به يې دردنه ور كاوه ، بلكې په ډېره پسته او خواخوږې لهجه به يې ډاډ وركاوه :
`تاسې دومره مه پرېشانه كېږئ ، ښايي چې داخبر غلط وي داميد لمنه بايد تل ټينګه كړئ .`
په اصل كې به هغه دغه بد مرغه ليك دكورنۍ خلكو ته هيڅكله هم نه وركاوه ، په خپل لاس كې به يې له ځانه سره يووړ دهغه له تلو سره سم به دژړا او ماتم ږغونه پورته شول او ټول كلى به غمجن شو . موږ هغو ورځوته چې د شهيدانو ناورينو نه پكې ژړل كېدل ``تورې ورځې `` ويلې اودغه ورځې به رښتيا هم ډېر تورې وې .
زه په دغه ورځو كې ډېر كوچنى وم ، لكه څنګه چې زما مور ويل، بس چې لا په تي پورې وم ، خو بياهم دناورين په ما نا ښه پوه او دكلي ګډغم ښه راته څرګندېده . په دغسې وختونو كې به زه هم دنورو غوندې غمجن اوزړه شينى وم .
سراج او ما به دكوچينانو دشور او زو ږ له لو بو څخه ډډه كوله مو ږ دواړه به اټكلاً هر ورځ مو ميناك سړك ته تلو او د دې لپاره به مو درحمت بابا لاره څا رله چې هغه نن دكوم كور لپاره څنګه خبر راوړى دى. يوه ورځ ما له سر اجه پو ښتنه وكړه چې هغه ولې دليك رسوونكي دراتګ لپاره دهغه لاره څاري ؟
``څه مالومه ،كېداشي بابا جان كورته را هم شي ....``هغه ځواب راكړ .
خو دا څنګه كېداى شي ؟د هغه مور ته خو خبر لاهم ور كړل شو ، نو بيا سراج ولې اوس هم لا دخپل پلار دژونديتابه هيله لري ؟ مړه شوي خلك خو نو بيرته نه راځي ، كه راځي ؟
سراج لكه زما په چورت چې پوه شوى وي :
``په ښار كې دوه كسان بېرته را ستانه شوي دي ، حال دا چې دهغوئ كورنيو هم په سنګر كې دهغوئ دمړينې خبر راغلى و .
``رښتيا ؟``
هو ،رښتيا . رحمت بابا زما مورته همدغه ويلي دي ``هغه تر ما مخته ،چېرته لرې په كتلو ځواب را كړ
ماته درك ولګېد چې زما په خبره دهغه زړه دردېدلى دى ، ولې چې هغه نور له څه ويلو پرته دشاتوت دونې خواته ورغى ، دهغې ښاخ يې را پرې كړ ، پاڼې يې را وڅنډلې او په هغو باندې يې دسړك پر دوړو باندې رنګ،رنګ شكلونه جوړ كړل .
ما ځان ملامت وباله ،خو څه مې كړي واى ``تو كړې لاړې بېرته كله اخيستل كيږي `` زما ډېر زړه غوښتل چې سراج دزړه غم لږ څه سپك شي ځكه ما ناببره ترې وپوښتل :
``ښه سراجه !داراته ووايه چې كه ستا پلار پر سړك را روان ،راښكاره شي نو ته به هغه وپېژنې؟.
``ارومرو ! هغه چې سنګر ته رهي كېده ، نو زه پنځه كلن وم !،هغه زه بازارته بوولى وم او ما لګين مټر يې را اخيستي وو ``هغه په وياړمن ډول ځواب راكړ .
`خوياره !زما خو د بابا جان څېره لږ هم په ياد نه ده . بس دومره مې په ياد دي جې دهغه برېتونه اوږده ، اوږده غوندې دي `ما په پرېشانۍ سره ورته وويل .
``مور مې وايې چې هغه لاړ نو زه بس د درېيو كالو وم `..
سراج ماته په اريانۍ سره كتل : دا څنګه كېداى شوه چې زه دې خپله خپل پلارونه پېژنم ؟! چېرې ما خو به درواغ نه ويل .. وروسته هغه ماته وويل :
``ياره عبد الله ~ مه اندېښمن كېږه ، ستا بابا زه پېژنم ؟! زما هغه ښه په ياد دى `..
``نو زما پلار جان ستا څنګه په ياد دى ؟! ما په بې باوره تو ګه ترې وپوښتل .
``بېخي اسانه خبره ده . جګ سړى و او ږده ،اوږده برېتونه يې وو . هغه به زه اكثر په خپل ټكټر كې دګر څولو لپاره وړلم .`
زه پو هېدم چې زما پلار ټكټر چلاوه او دا چې سنګر ته دهغه تر تګ وروسته د ده زوړ ټكټر اوس سليم چلوي
سراج د پراخ ميدان غوندې ديړ كښت خواته په كتلو سره اشاره وكړه :
``ستا بابا دغه ټوله ځمكه په خپل ټكټر سره وهلې وه . !
ما په دغه سمسور كښت كې ستر ګې وګنډلې اوزه هېڅ پوه نه شوم چې زما پر بغورو باندې اوښكې را بهېدلې دي. د پلار دليدلو دهيلو اوښكې .
* * * * *
زما انا به ، چې دروژو او لمانځه ډېره پابنده وه ، بابا جان ته د دوعا كولو پر وخت ويل :
``پروردګاره ! دهټلر كور وسوځوې او اېرې يې كړې ، دهغه ټول پوځونه په وبا ووهې ! پرور دګاره !سنګر ته تللي دي ، هغه سلامت خپلو كورونو ته راستانه كړې ، له هغوئ سره زما زوى هم ! امين .``
يوه ورځ مې مور جانې زه دلمر خاته پر مها ل راويښ كړم :
``پورته شه زويه ` دنعيم جان پلار له جګړې را ګرځېدلى .!!
زه را وغورځېدم ، له بسترې را پورته شوم او په دې نيت چې ګوندې دنعيم جان پلار زمونږ ليد لوته راغلى دى ، په منډه ،منډه غولي ته راووتم ، خو دباندې هېڅوك هم نه و.
``هغه كومه دى ؟ چېرې دى ؟ ماپه يوه كريږه سره له موره پوښتنه وكړه .
مور مې سمدستي راته وويل :
``په خپل كوركې دى .``
زه چې په كوم حالت كې وم ، هماغسې په لوڅو پښو مې په دومره بيړه سره دنعيم جان دوئ دكور پر لور ور منډې كړې ، لكه دهغه چې نه بلكه زما پلار راغلى وي. چورت مې واه ``څه مالومه ده ، كېداى شي رښتيا هم زما پلار وي اوخپل كورترېنه هېر شوې وي ،. ``داهم كېداى شي چې هغه كورته په راتګ سره لږ ګړۍ دنغيم جان دوئ كره تم شوى وي ، وچ د سړك پرڅنډه خو نه و دهغوئ كور .
زه په منډه د هغوئ دكور غولي ته ورګډشوم او دنعيم جان د پلار په ليدلو سره مې ڼو لې هيلې خاورې شوې ، ځكه دهغه له سره بر ېتونه نه وو . ددې مانا دا وه چې زما پلارنه و راغلى. نعيم جان دهغه په غاړې پورې نښتى و . تر دې منځ سراج هم په منډه دننه راننوت اوموږ دواړه دغولي ! په يوه كونج كې ولاړ نعيم جان ته مو په رويو (بخيلو ) سترګو كتل .
محى الدين كاكا ( دنعيم جان پلار ) خپله درېشي كښلې وه او ساده جامې يې اغوستې وې ، خو خداى خبر چې يو لستوڼى يې ولې تش ځنګېده زه ډېر اريان شوم .
``وۍ د ده لاس چېرې دى ؟ ! ماله سراجه پوښتنه وكړه .
هغه ځواب راكړ : ``دښمنانو ترې خوړلى .``
ماپه ناباوره توګه دسراج په لور وروكتل .
``څه مانا ،``فسطايانو ترې خوړلى.؟ اياته داسې وايې چې دا دخلكو لاسونه هم فسطايان خوري ؟
``مااوس هم دده پر خبره باندې شكمن غوندې ترې وپوښتل :
``فسطايان بېخي ديو غوندې وي. هغوئ سړي خواره دي ، ځكه خو هغو فسطايان بلل كيږي ``هغه بشپړ وضاحت وكړ .
زه ډېر بد وډار شوم .د دې مانا دا وه چې فسطايان خلك خوري. داسې كاربه نو څوك ولې كوي ؟ ښايي چې هغوئ دسراج پلار هم خوړلى وي. خوړلى به يې هم وي ګنې دغريبګي مور ته به دهغه دمړيني خبر ولې وركول كېده
* * * * *
زه اووه كلن شوم . اوس ماته دجګړې . هټلر اود هغه دپوځيانو په اړه ډېر څه څرګند شوي وو . هغوئ ناترسه او بدخلك وو، چې ښارونه به يې وران ويجاړ او كورونه به يې وسوځول . اوس ماته داهم څر ګنده شوې وه چې له سنګره يواځې دمرګ خبرتياوې نه بلكې يو لاسي كسان هم راتلل .
دنعيم حان دپلار تر راتګ وروسته به ما هره ورځ له خپلې مور اوانا سره د خپل پلار د راستنېدو انتظار كاوه ، خو موږ ته به يې يوا ځې ليكونه را تر لاسه كېدل. بيا يوه ورځ ما ښام كله چې موږ دكور په غولي كې نا ست وو . نو سراج او دهغه مور په منډه ، منډه په لنډه ساه راننوتل.
``زېرى !زېرى !حنيفې ترور په سالنډۍ سره په چيغو وويل :
``دڅه شي زېرى ؟ څه وشو ؟ ژريې را وښيه نو ! ``مور مې چې ډېره هيله منه غوندې ورولاړه شوې وه ، ورته وويل :
``هغه راغى ! هغه راغى ! حنيفې ترور همدومره وويل .
``زما باور نه راځي ! زما انا له غرېوه په ډك غږ ورته وويل ، دولاړېدو هڅه يې وكړه ، خو پښو يې مرسته نه ورسره كوله مورمې دومره وارخطا شوه ، هېڅ نه پو هېده چې دلاس پياله چېرې كېږدي ، زه په بيړه له خپله ځايه را ولاړ شوم ، له اريانۍ څخه پټه خوله پاته شوم. حنيفې ترور اوسراج ته مې په اريانۍ سره وكتل ما چورت واه ``د دې مانا دا ده هغوئ ته غلط خبر وركړل شوى و ! رحمت بابا به همدا
خبره په سوچ او فكر سره كړې وي، چې په ښار كې ځينې پوځيان بېرته راستانه شوي دي ، حال داچې دهغوئ كورنيو ته دهغوئ دمړينې خبرتياوې وركړل شوى وې . ``!
``مبارك دې وي ! كوم چا هغه په موميناك سړك كې ليدلى دى ! `` حنيفې ترور موږ ته په ډېر هوس او خوشالۍ سره وويل .
وروسته زما انا پوه شوه چې هغه دخوښۍ زېرى كوم دى ، په بيړه سره دخټې له چو ترې څخه را ولاړه شوه ، له سره يې دسمال ايسته كړ او په منډه تر غولي په ور تېرېدو سره سړك ته ور ورسېده هغې دومره په چسپاندۍ سره منډې وهلې ، چې زموږ لپاره ترهغې لومړى رسېدل ناشونې وه .
ښوو نځي ته څېرمه موږ په پوځي درېشۍ پوشلى يو سړۍ وليد . هغه پر خپلو لكړو نګوښېده اوزموږ پر لوري را روان و . تر پتلانه يې يواځې يوه پښه راوتلې و ه او هغې په زوره ، زوره چيغندې لرلې. ما ډېر په ځير سره ورته وكتل ، نو درك راته ولګېده چې داپښه خو دلرګي ده !! چېغندې له انساني پښې څخه نه ، بلكې دلرګې له يوې ټوټې څخه راوتلې اخر پر دې سړي څه تېر شوي دي ؟ زه له ډاره سره وپوړېدم . د ده پښې چېرې دي؟ هغه هم فسطايانو ځينې خوړلي دي؟ هغه رښتيا هم سړي خواره وو ، سراج سم ويلي وو.!
د دې سړي ټوله سينه په تمغو ډكه وه ، چې په هغوئ كې د(سوويت يونين) داتل لويه ستوري ډوله دسرو زرو تمغه ، دپوځي خدماتو په لړكې وړكړل شوې تر ټولو لويه تمغه هم وه .
زما انا خپل دواړه لاسونه له يوه بل سره ټينګ كړل اوبيايې د دريشي اغوستې كس له سينې سره دلګولو لپاره ورمنډې كړې زما مور خپل سر دهغه پر اوږه ولګاوه .
ما اخر له تمغو څخه خپلې سترګې واړولې،بيا مې د هغه سړي څېرې ته وكتل.
د هغه برېتونه رښتيا هم تور ،تور وو.د بابا جان برېتونه!زما تر پښو لاندې لكه ځمكه چې رېږدي او سره وګرځي . همدا خو زما پلار و! باباجان مې اخر خپل كور ته را ستون شو!
_’’بابا جانه !بابا جانه’’!ما كريږه وكړه او خپل لاسونه مې د هغه غاړې ته ور واچول.
* * * * *
زموږ په كور كې د خوښۍ جشن بشپړه اوونۍلمانځل كېده . پلار مې زه پر خپله اوږه كېنولم او ما د هغه برېتونه ور ږمنځ كړل. اوس چې د تېر وخت په اړه چورت وهم نو داسې ګڼم چې هغه اوونۍ زما د ژوندتر ټولو ښه وخت و .
يوه ورځ ما له مور څخه زما انا ته دغه وينا تر غوږ شوه :
_’’د هغه ټول بدن له ټپو او د ټپو له خوړينو نښو څخه ډك دى. رښتيا چې دده غوندې كلك سړى بل بېخي نه دى تېر شوى.’’!
_’’هغه متل خو به دې ياد وي كنه چې وايي :``انسان تر كاڼي كلك او تر ګل نازك دى.`` انا مې له ا سراره ډك ځواب وركړ.
هو ! زموږ په كور كې د خوښۍ د جشن لړۍ تربشپړې اوونۍ پورې وغزېده، چې تر هغه وروسته ناببره پر موږ باندې د غمونو غر را ړنګ شو.
دغه ورځ ګهيځ زه د مور او انا زړه لړزونكې ژړا او زاريو را ويښ كړم . ما دواړه سترګې چوله (نيمكښه ) كړې، نو ومې ليدل چې پلار مې زما څنګ ته يو مخ مړ پروت دى، د هغه سر زما د څنګ (بغل ) سره لګېدلى دى او يو لاس يې زما له اوږوسره شاوخوا ايښى دى. ما ليدل چې دا رښتيا دي خو باور مې نه راته . ما په زوره هم ونه ژړل، بس بيا بيا مې پر هغه باندې غږ كاوه :’’بابا جانه ! ګرانه بابا جانه ! ’’
تر ښو ډېرو ورځو وروسته چې دا ډېره شونې وه چې د سراج پلار غوندې زما پلار هم له فسطايانو سره په مرګنيو جګړو كې په سنګركې وژل شوى واى، خو زه ډېر زيات بختور وختم . زما بابا جان پر خپلو ناسور غوندې ټپونوبرسېره د جګړې له اوره په را تېرېدو او د درد وتكليف په زغملو،زغملو كور ته را ستون شو او خپل يواځيني زوى ته يې د خپلې څېرې،د خپلو ډاډ بښونكو سترګو، د خپلو زړه وړونكو خنداوو او خپل له خلوصه ډك غږ ياد، ور ولوراوه . ياد،چې د ژوند تر وروستيو شېبو پورې تلپاتې وي .