لکۍ يې د دواړو پښو منځ کې نيولې وه ، چنګه ملا کې يې له لرې پښتۍ شمارل کېدې . د ديګيو خواته راغله په شاتنيو پښو کېناسته ، اخوا د يخوا يې کتلې .
کله به يې ملا د پورته کېدو لپاره اوږده کړه ، خو چې د خيرات ديګيو خواته ولاړ کسان به يې وليدل بېرته به غلې شوه .
شيبه په شيبه يې شاته کتل ، لکه چې چا ورته نارې وهلې ، خو دا غږ يواځې همدې اورېده.
دا ځلې يې ښه شيبه شاته وکتل او بيا کږه وږه را پورته شوه ، سر يې ځوړند نيولى و، په لګن کې ډيرى غوښو ته را نږدې شوه . د يو تن ورپام شو بيلچه يې پرې پورته کړه او بيا هغه شا په تخته ولويده .
بيا يې سر پورته کړ او ورسره سم يې په تندي بله بېلچه وخوړه .
هلک ويل ، دا ډېره بد سترګې سپۍ ده ، څو ځلې مې وشړله بيا راغله ، اجل يې راغلى .
هغه ته چا غږ کړ او چې څنګه روان شو ، سپۍ هم پورته شوه . کږه وږه روانه وه . موږ ماشومان ورپسې شو . سپۍ لوېده او پورته کېده ، وينو ورپسې ليکه جوړوله ، مخکې لاړه . د وچو وښو له منځه ورو – ورو غږونه راتلل .
موږ پښه ونيوله ، سپۍ په څښېدو- څښېدو ځان ور ورسو . غږونه لوړ شول . ور ورسېدو له سپۍ تازه زېږيدلي کوکري را تاو وو ، د هغې له خولې وينې خوټېدې ، خو وړو بچيو يې په وچو تيونو کې شيدې لټولې .
، د چنګاښ ٢٢مه کابل