غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37305
طالب منګل
دخبریدو نیټه : 2010-07-23


هغه پېغله چې راپورته لــــه سجدې شوه
د الله،الله پـــــــــــــه شور کې رانیږدې شوه

تورې زلفې یې په سپین څـادر کې ټولې
پـــه نازکو پښو راتـاوه لـــــــــه کعبې شوه

سپینه خـــوله یې ښوریده پـــه پاکو تورو
ور دننه د جـــانان پـــــــــــــــــــه عقیدې شوه

چې پښتون لالی پــه څنګ ورسره نه ځي
پښه نیولي د جنت لــــــــــــــه دروازې شوه

رنګ یې حورې غوندې واوښته له عشقه
نن ورړنګه پـــــــــــــــه دوهمې سپارې شوه

د طالب د تـــــــــــــــــلو  یې واوریدل له کلي
اننګو ســــــــــــره یې اوښکه دوه زارې شوه