کابل بانګ او پامیر د خپلو سیالانو پر وړاندی بریا تر لاسه کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 37386
محمد نسیم ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2010-07-26

.
د پلازمینی د فوټبال د غوره سیالیو په دوام سره ،نن مازدیګر دوه لوبی ترسره شوی چې د کابل بانګ او پامیر ټیمونو له بریا سره مل وي.
د دوشنبی د ورځي په لمړی لوبه کې لمړی د کابل بانګ او شیوا ټیمونو سره ولوبیدل چې د کابل بانګ لوغاړو په یوه غوره لوبه کی خپل سیال ته د دوه د صفر پر وړاندی ماته ورکړه.

دوهمه لوبه هم د دوه ټیمونو سنایې او پامیر ترمنځ جوړه شوه چې دا لوبه   یو د صفر پر وړاندي د پامیر ټیم په بریا سره پای ته ورسیده.
تیره ورځ هم د جوانان میهن ټیم دری د دوه پر وړاندی د جوانان آزادی ټیم ته ماته ورکړه او استقلال ټیم هم د سری میاشتي پر وړاندي ودرید.
سبا ته د سه شنبی په ورځ هم دوه لوبی جوړیږی چې لمړی د خراسان ټیم د  سری میاشتی له ټیم سره لوبه کوی او شعاع ټیم له میوند ټیم سره مخامخ کیږی.