د افغان وينې
تر څو به مفتې بلل کېږي د افغان وينې
څو به په دشتو شيندل کېږي د افغان وينې
له پنځوس زرو تر سل زرو شو قيمت د انسان
لکه خيرات اوس ويشل کېږي د افغان وينې
نه ئې قيمت دى په "ډالر" او نه په نرخ د "يرو"
هسې ارزانه پلورل کېږي د افغان وينې
د سمندر اوبه خو هم دومره ارزانه نه دي
په "معذرت" پيرودل کېږي د افغان وينې
غنم لا ښه دي انتظار ئې پخېدو ته کېږي
تنکي گلونه رېبل کېږي د افغان وينې
د کنډوالو په مجمر هر يوه خواږه مېلمه ته
په سره انگار سوځول کېږي د افغان وينې
ورور د خپل ورور وينو ته ناست دى لکه تږى لېوه
تحفه د خداى (ج) نه گڼل کېږي د افغان وينې
پرې خړوبېږي لوى ډاگونه په بې شمېره پلمو
په يو او بل تويول کېږي د افغان وينې
هره ورځ سره زاړه کټونه وي د بورو ميندو
په هره ورځ پرې نمانځل کېږي د افغان وينې
څو به اختيار وي د پردي ټوپک په ملک د افغان؟
څو به په نښو ويشتل کېږي د افغان وينې؟
راځۍ! په خپل لاس سرنوشت د خپل ملت وټاکو
څو به په وينو وينځل کېږي د افغان وينې؟
متينه! چېغه کړه درشل د اسمان ولړزوه!
په کوم يو جرم قتل کېږي د افغان وينې؟!
مى ٢١ ٢٠٠٩
کليفورنيا