د روژې د مبارکې میاشتې پیل مو مبارک شه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3785
يوسف هيواددوست
دخبریدو نیټه : 2005-10-04

قدرمنو هېوادوالو !

د صیام او عبادت مینه والو ۱

په دېر خلوص او د زړه له کومې تاسو ټولو ګرانو هېوادوالو ته د روزې د مبارکې میاشتې د بختور پیل له امله   مبارکي وړاندې کوو.

مبارکه روزه د لوی خدای د عبادت او ستاینې تر ټولو ستره فریضه ده .په دغه میاشت کې په اصل کې لوی خدای ( ج ) خپل مومن بنده ګان خپلې میلمستیا ته رابولی ،داسې مېلمستیا چې د سهار له اذان څخه  د لویدیخ تر اذانه   به څه نه خوري او څه به نه څښي ،او له هر هغه ناروا عمل نه به ډډه کوي چې شرحه یې فقهي او شرعي آثارو ورکړې .روژه زموږ په وړاندې د ستر ازمیښت  میاشت ده چې د الله تعالی  په وړاندې به یې ترسره کوو،دا د باور ،  ډاد ، مقاومت ،ځواک او پرهېز میاشت ده .د یو روایت له مخې  حضرت رسول اکرم (ص ) د شعبان د میاشتې په وروستۍ جمعه کې  وروسته له دې چې د لوی خدای ( ج ) له ستاینې او حمد څخه فارغ  شو داسې وفرمایل : ((  ای خلکو ! داسې یوې میاشتې پر تاسو سیوری کړی چې  چې په هغې میاشت کې داسې یوه شپه ده  چې له زرهاوو میاشتو غوره ده ،  او هغه د روژې میاشت ده .پروردګار د دغې میاشتې روژه واجبه کړه ، او د دې میاشتې عبادت او د یوې شپې لمونځ  د نورو میاشتو د اویا شپو د عبادت په برتله ده .هغه څوک چې په دې میاشت کې د مندوب او مستحب  چارو څخه نېک او ښه اعمال ترسره کړي ،لوی خدای  به یې  واجب پاداش  ورکړي . ((

صبر ، استقامت،  پرهېز ،  هېوادپالنه  ، عفوه ، له بېوزلو سره مرسته   او هوساینه مو تل مل اوسه

په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي مرکز په استازیتوب

یوسف هېواددوست