زمونږ د ازادۍ نغمه به ورځ په ورځ ګرمېږي
چي شرنګ د توري ګېږي او ننګ د توري کېږي
له ازله مونږه ژوند په استقلال کې راتېر کړی
وس به هم په دې هيواد د خپلواکۍ ستوری ځلېږي
دا خاوره به مستېږي، تقديرونه به بدلېږي
چې څوک زمونږ په لوري په کږو سترګو را ګوري
داستان د احمد شاه او ميروس خان به تازه کېږي
ديلي به فتح کېږي، اصفحان به بيا سوځېږي
چې څوک ده دې وطن بربادي او زلت غواړي
د وينو به يې رودونه او سيندونه روانېږي
زخمونه به يې ډېرېږي، پرهرونه به یې شړېږي
لشکر چې د کابل او پېښور په يو مرام شي
د دښمن زړه به لا په قبر کښې د ويري نه درزېږي
جهان به بيا خبرېږي، افغان به بيا يو کېږي
زه ارين به د ازادۍ او نيکمرغۍ نظمونه ليکم
په دې حال کې هم که سر مې له تنه جداکيږي
لندن