زه چې اشنا کله د ستا له نظر پريوتمه
دزړه هنداره مې شوه ماته اوتر پريوتمه
ستا دملالو سترګو بشپړ ملاتړ مې درلود
دهر رقيب لار کې به وچ لکه غر پريوتمه
نه شي چې تاته په ځونډيو دسمالونه جوړ کړم
ها پيغلتوب وه اوس له دغې هنر پريوتمه
دستا له غمه مې جانانه بلا بنګ ووهل
له پښو مې ځمکه ښوئيدله په سر پريوتمه
ماشوم ( اصغر ) ومه تا هم له لاسه نه نيومه
چې په ولاړو به شوم سم بيا به زر پريوتمه
خوست