خپلواکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38124
محموده تقوا
دخبریدو نیټه : 2010-08-21

د افغانستان د آزادۍ د ۹۱ کلیزې په ویاړ

لا تر اوسه افغان ولې در بدر دی
د نړۍ په کنج کې ولې مرور دی

دا کمي یې ده د پوهې که د عقل
چې په ټوله نړۍ صرف دی ګدایګر دی

دا کوم ټکی د ضعف دی زموږ په تن کې
چې پر موږ باندې قیامت په بل اختر دی

پیړۍ یوویشت موږ د وچې ډوډۍ وږي
آیا بل څوک هم له دې کاره خبر دی

آیا بل داسې ځای نشته په نړۍ کې
چې د ټولې نړۍ جنګ ددې پر سر دی

یو څه راز خو شته حتماً په دغه ملک کې
چې پر لاره ئې د هر چا نن ګذر دی

دا کمي خو ده اصلاً زموږه خپله
چې دښمن پر موږه هر وخت زورور دی

موږ په اصل کې د خپل کور زمریان یو
چې همیش مو وار د تورې په خپل سر دی

موږ یوازې په خپل منځ کې سیاست وال یو
ورور وژنه خو له پیله زموږ هنر دی

آزادي خپله په داسې حال کې لمانځو
چې غلیم راته ولاړ پاس لکه غر دی

آزادي آیا همداسې وي چې زموږ ده
لکه آزاد انسان په هر ځای برابر دی

په مفهوم د جهاد پوه نه یو چې څه دی
بیهوده مو په خپل منځ کې شوروشر دی

پدې ملک کې چارک نشته هر څوک من دی
من د من اطاعت کله کړي حذر دی

دیرش کلنې جګرې هیڅ شی را زده نه کړل
الهي دا افغان څرنګه بشر دی

ما تقوا چې څو دي سترګې غړولې
دا ملک ډوب د بدبختۍ په سمندر دی

1389/5/28