ږغپرږغ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38151
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-08-22


زه کړمه لر او بر ته ، دا خبره
کړه بیا تر ویلو ډېر وي معتبره
خو خبریږي په ویلو لراوبر
په کړوبه هېواد خلاس کړو له خطره
که ټوله پښتون نسۍ سره یو
باد دنفاق وړي دوی، ټول له یوه سره
خدایه! پښتون پوه کړه بیائي یوکړه
چي ستاره ئي یو په سل سي پر خیبره
پښتنویوسۍ لاسونه سره ورکړۍ
یا به ورکېږۍ له نړۍ، ټول له یوه سره
ږغ مو واورید! کښتې ډوبېږي!
که نن وي که سبا، پرموږ بې وي اثره