خلكه لاړمه په مينه كې په دار شوم
لكه خال په ښكلي مخ د ښكلي يار شوم
يم بې هوشه كله لوېږم كله پاڅم
نه پوهېږم چې روان په كومه لار شوم
چې په څه ګناه دې ډلې ډلې خلكو
ورول راباندې كاڼي او سنګسارشوم
بس يواځې يې د سپينې خولې لپاره
د جانان د سپينې سپينې غاړې هار شوم
هېوادپاله بس په يو نظر يې يوړ
چې په وروسته وروسته تللمه ګوزار شوم