مرثیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38167
محمدمعصوم هوتک
دخبریدو نیټه : 2010-08-22

دارواښادغلام محی الدین زرملوال پرمړینه

دااسمان مـــــــــــــونه پرېږدي هیڅ پرکراره
دبخت ستوري دي رالـــــــــــوېږي له مداره
له سینومواســـــــــــــــــــویلي دبېلتون وزي
فریادونه دفـــــــــــــــــــــــــراق اورو،بې واره
جنازې دمېړنــــــــــــــــــــــــــواخیستل کېږي
قافلې دي پاتـــــــــــــــــــــه کیږي بې سالاره
مــــــــــــــــوږ" هاله دځان ماتم وکړپه وینو"
چي رابېل سووله خپل کوره له خپل ښاره
دغـــــــــــــربت په دې تیاره ظلمتستان کي
مرگي بېل کـــــــړبل نیازمن زموږله کتاره
نن هغه مسافرکت دژوندجــــــــــامې کړې
لیري لیري لــــــــــــــــــــــــــه هیواده له دیاره
تنورچې وو پـــــــــــــــــــــــــه خټه وراخښلی
تنفُرچې ووهمېش له اســــــــــــــــــــتعماره
دملي وحدت شــــعارچې وِرد دخولې وو
ترقۍ دخپل اولــــــــــــــــــــــس ته تمه داره
رابلل چې اولســـــــــــــــــــونه غونډېدوته
ورښــــــــــــــــــوول چې دنجات پتمنه لاره
چلاوه چې تېزقـــــــــــــــــلم دمرگ تروخته
لــــــــــــــــــڅاوه چې حقیقت پټ وآشکاره
پرهرځای چي به ووږغ دوطن پــــــــــورته
ورځغستل چې بې اختیاره  بې اختیاره
نې ستړیا احساسوله ،پــــــــــــــــــه لیکلو
نه یې باک ووپــــــــــــردالارله خنډوخاره
نن هغه زړګی خاموش سو،له خوځښته
نن هغه ککره ســـــــــــــــــــــوله بې دستاره
دنیازمنوکــــــــــــــــوچ وبارته چي وگورم
زړه مي تــــــورسي له خپل ژوندله خپل روزگاره
زه چي گـــــــــــــورم دې کاختۍ ته دسړیو
خــــــدای خبرچي سي پیدابل نازورداره
چي مرګی دچاپه میاشت کي دروژې وي
جمــــــــــــعه یې دوفات ورځ وي رویداره
مغفرت بــــــــــه گل په لاس ورته ولاړوي
دجنت سترگي څلـــــــــــــــــــورله انتظاره
په دې څــــــواوښکویې حق نه اداکېږي
بویه داچي(زرملوال)یادسي بې شماره
دوطن میني ورکش کـــــــــړخپلي غېږته
ویښ زلمی وو، سوبیده پرخپله خاوره
دیارلس سوه نه اتیایې دمــــرگ کال وو
په لمریزحساب ســـــــــوه داسانده تیاره
اوکویل ــ کاناډا
۱۴مه داگسټ ۲۰۱۰ع