نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 38236
نبیله وفا
دخبریدو نیټه : 2010-08-25


هغه جنی څوک ده
چې هم زما غوندې ده
خو زه ېې نه پیژنم
په تن یې سپینې جامې
ناسته په سپینه تيږه

سپينو اوبو کې خپلې لپې وهي

تاج ې د وخت په سر

د زلفو هر یو تار د فریشتو ټالونه
د هغه سپینه کوره راځي زما په لوري
ښاسته سپین ګلونه
ما له په لاس کې راوړي
سترګو کې زیرې لري
لکه چې څه د خوشحالۍ خبره
زما نه پټه ساتي
زه چې هغې ته ګورم
ماته محسوس داسې شي
لکه چې هغه زما ورک تصویر وي
زه ورته ګورمه حیران حیران
د اسمان څوکو کې یو سپین ټال دے
په هغه ټال کې مونږه دواړه زانګو
هم د مودو راهسې
لکه دوه غبرګې خویندې
خو زما سترګو کې حیرانه دنیا
د هغې سترګو کې مسکاه د ژوند
ما په دې سوال مجبورۍ
چې ستا نامه څه ده
خو هغه تل داسې جواب راکوي
ته زه یم زه ته ېې